کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): په کابل ښار کې د شويو بريدونو له امله د امريکا سفارت تړل شوى او خپل ټول فعاليتونه يې درولي دي.
په کابل کې د امريکا متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د سفارت ټول کارکوونکي اوسمهال خوندي دي.
په ياده خبرپاڼه کې ويل شوي: ((په کابل کې د امريکې سفارت اوسمهال د منل شويو معيارونو او کاري پروسيجر پربنسټ او په سيمه کې د ډزو او چاودنو د غږونو د اورېدلو له امله تړل شوی دی.))
نن له غرمې وروسته د کابل ښار په وزير اکبرخان، دارالامان سړک او پلچرخي کې يو شمېر وسلوال درېيو ودانيو ته ننوتل او پر يو شمېر سفارتونو، د ملي شورا پر ودانۍ او د ايساف پر مرکز د درنو او سپکو وسلو بريدونه کوي.
د لومړنيو راپورونو له مخې، د ملي شورا له سيمې څخه پنځه ټپيان روغتون ته وړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى پر يوه وخت په کابل، ننګرهار، لوګر او پکتيا ولايتونوکې وسلوال بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياتوي، چې په يادو سيمو کې جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP