غزني ښار (پژواك ۲۷ ورى ۹۱): د غزني پوهنتون محصلينو د دغه پوهنتون د چارواکو له خوا د تعصبي چلند، د ځاى د نه شتوالي، د پوهنتون په اداره کې د فساد او د استادانو د کمښت له امله لاريون وکړ.
د دوى په خبره، دا هغه ستونزې دي چې په وړاندې يې له ډېرو هلوځلو وروسته هم دوام لري.
د غزني پوهنتون د کمپيوټر ساينس د درېيم كال محصل ګل خان پژواك اژانس ته وويل: ((له موږ سره دې تعصبي چلند نه کېږي، موږ دې هغه نوي ځاى ته ولېږدوي، چې څو كاله وړاندې جوړ شوى، اداري فساد دې ورك شي او مسلكي استادان دې راوستل شي.))
د هغه په وينا، يو شمېر استادان دوه درې ځايه دندې لري او له ډېرو سره يې د نيمې ورځې قرارداد شوى، چې هغه نه شي كولاى محصيلينو ته سم درس وركړي.
محمدالله چې د لوګر ولايت اوسېدونكى او د غزني پوهنتون محصل دى، پژواک اژانس ته وويل، چې نږدې يوه مياشت مخکې د دوى پوهنتون پيل شوى شوى دى؛ خو تراوسه يې درسونه نه دي ويلي.
د ده په خبره، كوم ځاى چې د پوهنتون لپاره په کرايه نيول شوى، مناسب نه دى او دغه راز د استادانو له خوا ورسره تعصبي چلند کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((د ماركېټ لاندې مېستريان كار كوي او بل خوا ته يې د موټرو اډه ده، د هغوى د شورماشور له لاسه نه شو كولاى، چې درس ووايو.))
د بدخشان ولايت اوسېدونکى سميع الله، چې اوس د غزني په پوهنتون کې د کرنې د لومړي کال محصل دى، وايي چې دغه سوداګريز مارکېټ چې دوى په کې درس وايي، ډېر تنګ دى او دوى په کې نه ځايېږي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((په يوه مېز درې محصيلين ناست وو، ځاى تنګ دى، مسلکي استادان نشته او چارواکي د محصلينو غږ نه اوري.))
د غزني پوهنتون سرپرست محمد رحيم هم د محصلينو دغه ستونزې ومنلې او زياته يې کړه، چې د غزني ښار ختيځ لور ته د قلعه جوز په سيمه کې د غزني پوهنتون لپاره دوه ودانۍ جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، يوه يې درسي او بله ليليه ده، چې څو ځلې يې د پوهنتون د لېږد خبره له ولايت مقام سره شريکه کړې ده؛ خو کومه پايله يې نه ده درلودلې.
نوموړي زياته کړه چې تراوسه هلته د برېښنا، اوبو او امنيت اسانتياوې نه دي برابرې شوې او په دې اړه د غزني له ښاروالۍ، ترانسپورت، ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ او د اوبو رسولو له ادارو سره يې خبرې هم کړې دي؛ خو هغوى ورته يواځې ژمنې ورکړې دي.
محمدرحيم وويل: ((هرکله چې دغه ستونزې حل شي، موږ به قلعه جوز ته پوهنتون انتقال کړو.))
که څه هم د پوهنتون سرپرست په پوهنتون کې د مسلکي استادانو نه شتون، اداري فساد او تعصب خبره مني؛ خو وايي، په دومره کچه هم نشته، لکه محصلين يې چې ادعاوې کوي.
د يادونې وړ ده، چې د غزني پوهنتون په ۱۳۸۷ لمريز كال كې جوړ شوى، چې اوس مهال د كرنې، ښوونې او روزنې دوه پوهنځي او ۹ ډيپارټمېنټونه لري او په كې ۱۶۰۰ محصلين، چې ۱۵۰ يې نجونې دي، پر لوړو زده كړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP