جلال اباد(پژواک ٢٧ ورى ٩١):د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي سلګونو محصلينو په جلال اباد ښار کې د يوه لاريون په ترسره کولو له ملي امنيت ادارې څخه د يوه محصل خوشې کول وغوښتل.
د پوهنتون د محصلينو د شورا مرستيال محمدطارق حيدر د وري په ٢٧مه د لاريون پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت رياست د دغه پوهنځي د فزيک د څانګې د دويم کال محصل احمدشاه نيولى دى.
هغه زياته کړه، چې نوموړى محصل تېره شپه نهه بجې د ننګرهار ملي امنيت له لوري د ناڅرګندو دلايلو له مخې نيول شوى دى.
د نوموړي په ينا، نيول شوى محصل بې ګناه دى او د ملي امنيت مسوولين يې بايد ژر تر ژره راخوشې کړي.
د لاريون يوه ګډونوال سليمان خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه پوهنځي درې سوه محصلين به تر هغه وخته خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي،چې په وينا يې بې ګناه احمدشاه راخوشې شوى نه وي.
لاريون کوونکو د پښتونستان واټ او عامې روغتيا ترمنځ غځېدلې لاره تړلې وه او د ملي امنيت پر ضد يې شعارونه ورکول.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت له لوري يو محصل د ځينو اسنادو او شواهدو له مخې نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې که نيول شوى محصل بې ګناه ثابت شي په درنښت به يې خوشې کړي.
نوموړي پر محصلينو نيوکه وکړه، د دې پر ځاى چې له چارواکو سره خبره شريکه کړي او يا د تورونو لپاره مدافع وکيل ونيسي، په ډېرو لاريونونو يې د خلکو ژوند تريخ کړى دى.
د يادونې ده، چې يوه مياشت مخکې د دغه پوهنځي دوو محصلينو، چې ملي امنيت نيولي و،اعتراف کړى و،چې په پاکستان کې يې نظامي زده کړې کړي،ترڅو په افغانستان کې د دولت ضد کړنې ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP