کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): پوليسو د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د درېيو ځانمرګو د وژلو خبر ورکړ او وايي، چې دوه نور يې لا هم له امنيتي ځواکونو سره په جګړه دي.
د کابل د (١٠١) اسمايي زون قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا درې تنه نن (د وري ٢٧مه) مازيګر د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په پکتياکوټ سيمه کې ووژل شول.
سرچينې زياته کړه، چې ياد شوي کسان د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوال کسان نن تر غرمې وروسته شاوخوا ٢ بجې، د کابل ښار په وزير محمد اکبر خان سيمه کې، د انګلستان سفارت ته څېرمه يوې تر کار لاندې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځاى څخه د انګلستان او المان پر سفارتونو، کابل ستار هوټل او د کورنيو چارو وزارت بسم الله محمدي پر کور راکټونه توغولي دي.
خو وسلوال طالبان وايي چې نن تر غرمې وروسته، لسګونو وسلوالو طالبانو په کابل ښار او ننګرهار، پکتيا او لوګر ولايتونو کې يو شمېر سيمې تر بريد لاندې راوستې، چې بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP