Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام اباد  (پژواک ٢٧ ورى ٩١): ملګرو ملتونو او دپاکستان لومړي وزير  د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د  صلاح الدين رباني د ټاکل کېدو هرکلى وکړ.

په اسلام اباد کې د لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني له دفتر څخه د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې صلاح الدين رباني ته د نوې دندې مبارکي ورکړل شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د استاد برهان الدين  رباني  زوى صلاح الدين رباني به  د افغانستان د سولې په پروسه کې ښه رول ولوبوي.

ګيلاني له لوى خدايه صلاح الدين رباني ته د خپل پلار استاد برهان الدين رباني د سولې د نيمګړي پاتې کار د ښه ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

بلخوا ملګرو ملتونو هم د صلاح الدين رباني د ټاکل کېدو هرکلى کړى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د سولې د عالي شورا د نوي مشر له ټاکلو سره دا هيلې زياتې شوې، چې د سولې پروسه نوره هم پرمختګ وکړي او ګړندۍ شي.

په خبرپاڼه کې يوناما ژمنه کړې، چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځاى د افغانستان د سولې عالي شورا خپلو تخنيکي همکاريو ته ادامه ورکوي.

د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د تېر ١٣٩٠کال د وږي د مياشتې په ٢٩مه ماښام مهال د يوتن له خوا، چې ويل کېږي د طالبانو د سولې پيغام يې راوړى و، د کابل ښار په وزير محمد اکبرخانه مېنه کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.

له يادې نېټې راهيسې د سولې عالي شورا مشر نه درلود او په دې وروستيو کې د دې شورا د نوي مشر ټاکلو لپاره ولسمشر حامد کرزي سلا مشورې کولې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.