Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

٤٧ وسلوال مخالفين ووژل شول

کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د کورنيو چارو وزارت په ځينو ولايتونو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د دولت د ٤٧ وسلوالو مخالفينو د وژلو او ٣١ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي، خو طالبان بيا دولتي ځواکونو ته، د مرګ ژوبلې اړولو دعوه لري.

هغه خبرپاڼه، چې نن (د وري ٢٧مه) د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې ياد عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل، تخار، نورستان، بدخشان، هلمند، زابل، ارزگان، ميدان وردگو، لوګر، غزني او پکتيا ولايتونو کې ترسره شوي دي.

سرچينه وايي، ياد عمليات، چې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو له خوا په لاره واچول شول له يادې مرګ ژوبلې پرته ٢١تنه نور نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نورستان والي تميم نورستاني پرون پژواک ته ويلي وو، چې په کامدېش ولسوالۍ کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو، د تېرو درېيو ورځو عملياتو په ترڅ کې د څو قوماندانانو، له هغې ډلې څخه د طالبانو يو نوموتى قوماندان عبدالمتين په ګډون د دولت ٣٩ وسلوال مخالفين ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم په دې ولسوالۍ کې د دولت د ٣٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.

خو طالبان ادعا کوي، چې په کامدېش کې د وروستيو درېيو ورځو په نښتو کې يې ٣٠ دولتي سرتېري وژلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغو عملياتو کې يواځې اته طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړى همداراز ادعا کوي، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد په ترڅ کې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت په تېرو څو ورځو کې په يو شمېر ولايتونو کې د ملي پوليسو د عملياتو په پايله کې د ٣٤ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى و، خو طالبانو دولتي ځواکونو ته د تلفاتو د اړولو ادعا کوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.