کندوز ښار (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د کندوز پوليسو د طالبانو يوه ١٥کسيزه ډله چې د کندوز پر ښار يې د بريد تابيا درلوده، ونيوله.
د کندوز ولايت امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره پژواک خبري اژانس ته وويل، يوې ډلې چې د کندوز پر ښار يې د بريد هوډ درلود، تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کې له ٢٦ميله وسلو سره ونيول شوه.
د کندوز امنيه قوماندان وايي، چې دې ډلې پتېيلې وه، څو نن (د وري ٢٧مه) په يوه وخت کې د کابل، پل علم، ګرديز او جلال اباد ښارونو په څېر، پر پوځي دفترونو بريدوکړي.
قطره يادونه وکړه، چې پوليسو د مخکينيو راپورنو له مخې، دا ډله تعقيب او ونيوله.
نوموړي وايي، چې له نيول شوو کسانو څخه پنځه کلاشينکوفونه، يوه پيکا، يو راکټ او څه باندې زر د پيکا او کلاشينکوف مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP