کابل ښار (پژواک ٢٧ ورى ٩١): وسلوال بريد کوونکي د کابل د پلچرخي لارې په اوږدو کې يوې تر کار لاندې څلور پوړيزې ودانۍ ته ختلي، د ملي اردو تعليمي مرکز او د ايساف ځواکونو پر مرکز يې بريدونه پيل کړي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري کلابند شوي دي.
د پژواک خبري اژانس خبريال د پېښې له ځاى څخه راپور ورکوي، چې دا ودانۍ د نهمې امنيتي حوزې اړوند د پکتياکوټ په سيمه کې موقعيت لري.
د پوليسو د يوه امنيتي مسوول د معلوماتو له مخې، بريدکوونکي درې تنه دي، په سپکو او درندو وسلو د ملي اردو پر مرکز او د ايساف پر پوځي مرکز ډزې کوي.
سرچينې زياته کړه، تراوسه پر دواړو مرکزونو دوه راکټونه توغول شوي دي؛ خو دا يې ونه ويل چې ياد راکټونه پر کومو ځايونو لګېدلي دي.
د پېښې پر سيمه چورلکې د پرواز په حال کې دي او تر دې وړاندې د لګېدلي راکټ لوګي هوا ته پورته شوي و.
د پوليسو يادې سرچينې زياته کړه چې د چټک غبرګون پوليسو په ګډون، امنيتي ځواکونو تر کار لاندې ياده ودانۍ ولکه کړې او دې ودانۍ ته د ننوتو لپاره ځان چمتو کوي.
امنيتي مسوولين وايي، چې تر اوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
په ورته وخت کې يو شمېر وسلوال کسان انګلستان او المان سفارتونو ته څېرمه، تر کار لاندې يوې ودانۍ ته ننوتي او د کابل ښار په وزير اکبرخان سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر مرکز او نور وسلوال بريدکوونکي د دارالامان سړک په اوږدو کې تر کار لاندې يوې ودانۍ کې ځاى پرځاى شوي او د ملي شورا پر ودانۍ راکټي بريدونه کوي.
په دې اړه نور جزئيات به وروسته په ليکه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP