ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
17 Apr 2012 - 14:42
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
17 Apr 2012 - 14:42

 کابل ښار (پژواک ٢٩ ورى ٩١): نن په دويمه ورځ هم د کابل چاپ ورځپاڼو د يکشنبې د ورځې بريدونه او د هغو په اړه د بېلابېلو لوريو شننې را اخيستي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا د دغو بريدونو دفع کول ستايلي او د استخباراتي نظام له نيمګړتياوو يې سر ټکولى دى.

د ارادې ورځپاڼې د دغو بريدونو لاملونه څېړلي او په داسې حال کې چې هغه يې د طالبانو له خوا د ځواک ښودنې يوه ننداره ګڼلې، په  دې اند ده، چې دغه بريدونه د طالبانو په ليکه کې د يوه خپل منځې درز څخه هم پرده پورته کوي.

د غه ورځپاڼه د دغو وسله والو د هم مهاله بريدونو د لاملونو په اړه بېلابېل نظريات را اخلي او په  دې اند ده، چې د طالبانو په ليکه کې د خبرو اترو مخالف لوري وغوښتل، د دغو بريدونو په ترسره کولو کې ښکاره کړي چې کولاى شي د تل په شان خپل مخالفت ته دوام ورکړي، يا هم د دې ورځپاڼې په خبره طالبان د دغو بريدونو په ترسره کولو سره پر امريکا د خپلو غوښتنو د منلو لپاره فشار راوړل غواړي.

دا ورځپاڼه په داسې حال کې چې له دې پېښې سره د هېواد د امنيتي ځواکونو له مقابلې ستاينه کوي، په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې تر لس کلن شتون وروسته، د پلازمېنې له ماتېدونکي امنيت څخه سر ټکوي.

همدارنګه د ملي ارمان ورځپاڼه د يکشنبې د ورځې د بريدونو د څېړنې په ترڅ کې په  دې اند ده، چې له پياوړو سرتېرو څخه ستاينه، د هغو مقابله له دښمن سره يوه وړتيا بولي او ليکي چې پر بريد کوونکو د امنيتي ځواکونو د چټک بريد توان، د د ښمن د بريدونو تر پوښښ لاندې سيمو څخه د ملکي وګړو په اېستلو کې د دغو ځواکونو مديريت عالي و.

ملي ارمان ورځپاڼه د هېواد له کشفي ارګانونو شکايت لري، چې څنګه نه دي توانېدلي مهمو دولتي او ډيپلوماتيکو سيموته د دښمن د نفوذ مخه ونيسي.

 د ويسا ورځپاڼه هم د دې پېښې د څېړلو په موخه د د وزيرانو شورا پرونۍ غونډې ته اشاره لري، چې د ورځپاڼې په خبره د بريد کوونکو پر وړاندې د وسله والو ځواکونوکړنه وستايل شوه او هغه نيمګړتياوو ته هم په کې ګوته ونيول شوه چې کابل ته تر راننوتو وړاندې يې د دغو بريد کوونکو مخه ونه شواى نيولاى.

د ويسا ورځپاڼه دوه کاله وړاندې د سولې پر مشورتې جرګې بريد ته هم اشاره کړې چې د هغه وخت د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت لوى رييس يې له امله د بې کفايتۍ په تور له دندوګوښه کړاى شول، خو ورځپاڼه په  دې نظر هم ده چې په دا ډول مسايلو کې تر ډېره د ټيم بدلېدل په کار وي او د ورځپاڼې په خبره د يوه تن لرې کېدل بې کفايته اداره نه شي فعالولاى.

د هشت صبح ورځپاڼه هم د يکشنبې د ورځې د بريدونو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو کړنه ستايي او په  دې اند ده، چې

دې پېښې وښوده چې افغان امنيتي ځواکونو د سيمې د هېوادونو د ځواکونو په پرتله دا پياوړتيا پيدا کړې، چې د دا ډول پېښو پر وړاندې مناسب او وړ غبرګون وښيي.

هشت صبح ورځپاڼه په  دې نظر ده، چې امنيتي ځواکونو له خپل ځانه هغه مېړانه او زړورتوب څرګند کړ، چې ولس يې تمه درلوده، خو هغه څه چې د دا ډول پېښې رامنځ ته کېدو لامل شول، هغه د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ امنيتي او استخباراتي خلا وه.

دغه ورځپاڼه له دولت څخه هم غواړي ترڅو د استخباراتي ادارو پر کړنو دې قيد او محدوديت نه لګوي او له دغو ارګانونو سره مرسته وکړي تر څو لازم استخباراتي معلومات ترلاسه کړي او همدارنګه بايد د استخباراتي زده کړو او د استخباراتي ځواک د چمتو کولو په لاره کې پانګه اچونه او زيات دقت وکړي.

د افغانستان ورځپاڼه په  دې اند ده، چې دغه بريدونه له دې امله د اهميت وړ ګڼل کېداى شي چې په يوه خاص او مهم وخت کې ترسره شول او د هشت صبح ورځپاڼې خلاف په  دې اند ده چې د دغه ډول کړکېچ د غلي کولو په ترڅ کې د اوږدې مودې تېرول د هغوى يوه نيمګړتيا ګڼل کېږي او ليکي چې په يوه ودانۍ کې د دوو درېيو تنو شل ساعته مقاومت او له خپلو ټولو وسلو څخه کار اخيستنه، وروستى قضاوت د طالبان په ګټه تماموي.

د افغانستان ورځپاڼه په  دې اند ده، چې دغه بريدونه د دولت په چوکاټ په تېره بيا د امنيتي ځواکونو په برخه کې د وسله والو مخالفينو د نفوذ خطر پياوړى کوي او د ورځپاڼې په خبره د دغو بريدونو په مخنيوي کې له اوپراتيفي او استخباراتي پلوه د افغان امنيتي ځواکونو نيمګړتيا، د پام وړ موضوع ده چې بايد له پامه ونه غورځول شي.

د ماندګار ورځپاڼۀ د دولت او ناټو د استخباراتي ماتې د څېړنې غوښتونکې ده او ليکي چې په کابل ښار او ځينو ولايتونو کې د مخالفينو دوه ورځې وړاندې بريدونو وښودله چې طالبانو يا د حقانې ډلې د دغه ډول بريدونو د ترسره کولو لپاره په مياشتو مياشتو پلان جوړ کړى، خو د هېواد امنيتي يا استخباراتي ارګانونو ونه شو کولاى له استخباراتي پلوه هغې ته لاسرسى ومومي.

دغه ورځپاڼه همدا راز په  دې اړه د ځينو رسنيو کړنې هم اشتباه ګڼي، چې د دې ورځپاڼې په خبره د معلوم الحاله او ګومارل شوو افرادو په رابللو سره يې داسې شننې خپرې کړې، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې په ګټه او د ملي امنيتي ځواکونو په زيان تمامې شوې دي.

د محور ورځپاڼه د افغان امنيتي ځواکونو پر استخباراتي نيمګړتياوو د بحث په ترڅ کې په هېواد کې مېشت بهرني ځواکونه هم تورنوي، چې له افغان لوري سره خپل استخباراتي معلومات نه شريکوي او وروسته بيا د ښار حساسو سيمو ته د وسلو او مهماتو د لېږد موضوع څېړي.

دغه ورځپاڼه هغه شکونو ته هم ګوته نيسي چې د يکشنبې د ورځې په هم مهاله بريدونو کې کارول شوې وسله او مهمات ښار ته له بهر څخه نه وو راوړل شوي، بلکې د ورځپاڼې په خبره، په  دې اړه شکونه شته چې دا وسلې او مهمات له هغو زېرمتونونو بريد کوونکو ته ورکړل شوي، چې د ډاياک او ډي ډي ار د پروګرامونو له لارې ټول شوي دي.

د محور ورځپاڼه هم هغو تورونو ته د پاملرنې غوښتونکې ده، چې ويل کېږي، وسله وال مخالفين د افغانستان په امنيتي ځواکونو کې له پراخ نفوذ څخه برخمن دي او په دې اند ده چې که دغه کار ترسره نه شي نو بيا بايد دې ته د ورته او لا تر دې د خونړيو نورو بريدونو تمه هم بايد ولرو.

 د سرنوشت ورځپاڼه بيا په  دې اند ده، چې د وروستيو بريدونو طراحانو هڅه وکړه چې د سولې لپاره پيل شوې نوې هڅې او هيلې په لومړيو پړاوونو کې شنډې کړي او ليکي چې طالبان د دا ډول منظمو، پلان شوو او هم مهال بريدونو توان نه لري او په دغو بريدونو کې ورسره يوه پياوړي ځواک مرسته کړې ده.

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په  دغه باور دى، چې په سوله ټينګار او د سولې لپاره لا زياتې هلې ځلې کولاى شي د دښمن هيلې تر پښو لاندې کړي؛ ځکه چې دا ډول دريځ به له وروستيو بريدونو څخه د مخالفينو موخه شنډه کړي او ليکي چې له نېکه مرغه افغان دولت هم وروستيو بريدونو ته وړ غبرګون ښودلى، له بريدونو وروسته بيا هم د سولې هڅې شوې، ولسمشر کرزي او د سولې عالي شورا په کابل کې د حزب اسلامي له پلاوي سره کتلي دي.

د خدمتګار ورځپاڼه بيا د ولسمشر کرزي له لوري، د وروستيو پېښو په تړاو د امنيتي او استخباراتي پلانونو په ناکامۍ اعتراف څېړلى دى او په  دې باور ده چې دغه لومړى ځل نه دى چې جمهور رييس د خپل حكومت د چارواكو په ناغېړيو او پاتې راتلنو اعتراف كوي، خو د ورځپاڼې په خبره دغه اعترافات ځكه ولس ته د منلو وړ نه نه دى؛ چې د كابينې د جوړولو او نوو ټاكنو پر مهال جمهور رييس خپلې دغه خبرې هېروي او هماغه ګوته په شمار كسان له ٢٠٠٢ كال راهيسې له يوې څوكۍ بلې او يا له يوه ځايه بل ځاى ته بدلوي رابدلوي او په دې سره چارو ته د وړ كسانو د راتلو مخه نيسي. 

خدمتګار ورځپاڼه همدارنګه په  دې اړه د ناټو ځواکونو ملامتيا نه مني او ليکي چې ځانمرګي، وسلې، مهمات او وسايط له افغاني تلاشيو او چك پوستونو تېر شوي نه د ناټوځواکونو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.