کابل ( پژواک د وري ٢٩مه ٩١): په کابل کې د فرانسې سفارت، له طالبانو سره دافغان ځواکونو جګړه وستايله او ډاډ يې ورکړ،چې د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان ترڅنګ ودرېږي.
هغه خبرپاڼه،چې په کابل کې د فرانسې سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي،چې افغان ځواکونو د وسلوالو بريدونه په کابل او د افغانستان په ختيځ کې په اغېزمنه توګه دفع کړل.
سرچينه زياتوي: (( فرانسه د افغان ځواکونو دا مثبت ځواب ، په داسې حال کې چې ددې ځواکونو ښه وړتيا ښيي، د انتقال دپروسې له مخې د امنيتي مسووليتونو سپارل دې ځواکونو ته دوام لري، ستاينه او مننه يې کوي.))
په اعلاميه کې په کابل د طالبانو بريدونه په کلکه غندل شوي دي او د ډاډينې مراتب هغو ملکي او افغان ځواکونو کورنيو ته وړاندې کړي ،چې د کورنيوغړي يې په دې بريدونو کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: (( فرانسه افغان چارواکيو سره د پوره يووالي ،عزم او ارادې او دتروريزم د افت پر وړاندې د مبارزې په لار کې خپل شتون ته ژمنه ده او د افغانستان دثبات په برخه کې يې د ګټورتماميدو ډاډ ورکړ.))
وسلوالو طالبانو د وري ٢٧مه دکابل په دريو سيمو او د لوګر،پکتيا او ننګرهار په مرکزونو کې په وسلوالو او ځانمرکيو بريدونو لاس پورې کړ،چې په يو شمېر سيمو کې تر پرون سهار پورې هم دوام درلود.
بريدکونکوو کورنۍ او بهرنۍ مهمې ادارې ،د سپکو او درنو وسلو تربريدونو لاندې راوستې.
دکورنيو چارو وزارت ويلي دي، چې په يادو بريدونو کې ٣٦ بريدګر،اته دولتي سرتېري او دري ولسي کسان وژل شوي دي، ٤٠ امنيتي سرتېري او ٢٥ ملکي کسان