Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لسو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

جلال اباد (پژواک ٣٠ ورى ٩١): په ننګرهار او زابل ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ١٠ وسلوال طالبان وژل شوي، ځيني ټپيان او ٨ نور نيول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو نن سهار د شېرزادو ولسوالۍ په ملاله غونډۍ سيمه کې پر وسلوالو طالبانو هوايي بريد وکړ،١٠ تنه يې ووژل او څلور نور ټپي شوي دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو دوه مشهور سيمه ييز قوماندانان سيف الله او بلال هم شامل دي او يادو وسلوالو غوښتل چې پر افغان ځواکونو د کوکنارو اړولو پر مهال بريدونه وکړي.

د عبدالزي د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې هم د طالبانو يو قوماندان ملانيازالله شامل دى، خو زياتوي چې ټول ټپيان له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې پلټنه پيل کړې ده.

ده زياته کړه: ((د ننګرهار په اوو ولسواليو کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوى و، چې په پنځو کې پاى ته رسېدلى، خو په شېرزادو او خوګياڼو ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو له خوا پر امنيتي ځواکونو د بريدونو له امله عمليات نه دي ترسره شوي.))

په ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د يادې پېښې پخلى وکړ، خو زياته يې کړه، چې په دغه بريد کې يواځې درې وسلوال طالبان وژل شوي، چې يو شمېر وسلې هم ورڅخه ترلاسه شوې دي.

خو عبدالزى وايي، چې د شېرزادو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ١٠ طالبان وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

بل خوا د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې تېره مازديګر ناوخته د شهرصفا ولسوالۍ د قاري کارېز په کلي کې افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه ٨ طالبان له وسلو سره نيول شوي او يو شمېر نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شهرصفا ولسوال ښادي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان او بهرنيو ځواکونو په ياده سيمه کې د وسلوالو طالبانو د يوې ډلې پر وړاندې عمليات پيل کړل.

نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر نور وسلوال طالبان په کارېز کې ننوتلي او پټ شوي وو، چې امنيتي ځواکونو ورباندې لاسي بمونه وکارول او ښايي مرګ ژوبله يې ور اوښتې وي.

د هغه په وينا، اوس هم پوليس په سيمه کې پر پلټنو بوخت دي، تر څو وسلوالو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره معلومات ترلاسه کړي.

بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې نيول شوي ټول ملکي وګړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.