اسلام اباد (پژواک ٣١ ورى ٩١): د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي، چې دوى په خپله خاوره کې د حقاني شبکې مخه نيولې او اوس په افغانستان کې خپل فعاليتونه ترسره کوي.
رحمان ملک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د چارواکو په وينا، د حقاني شبکې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې ډله ييز بريدونه ترسره کړل، چې په کې ٣٦ بريد کوونکي، ١١ دولتي سرتېري او ٤ عام وګړي ووژل شول، ٤٠ امنيتي کسان او ٢٥ عام وګړي ټپيان شول.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک تېر ماښام په اسلام اباد کې له (يو. اېن. جي) ټلوېزيون سره په مرکه کې تور پورې کړ، چې په پاکستان کې ټول ترهګريز بريدونه په افغانستان کې تنظيميږي او له بريدونو وروسته وسلوال طالبانو بېرته له پولې اوړي.
د هغه په وينا، وسلوال طالبان تل په پاکستان کې له بريدونو وروسته افغانستان ته اوړي او د دې کنټرول او مخه نيول په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو مسووليت دى.
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د حقاني شبکه دا مهال په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې مېشته ده او په پاکستان کې د دغې وسلوالې ډلې د فعاليتونو مخه نيول شوې ده.
رحمان ملک زياته کړه: ((په افغانستان کې د وسلوالو لويه مالي سرچينه نشه يي توکي دي او دغه توکي په نړيوال مارکېټ کې په ميليونونو ډالر خرڅېږي او ډېرى برخه يې د وسلوالو ډلو لاس ته ورځي.))
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا ويلي وو، چې د دوى د استخباراتي راپور له مخې، د کابل په ګډون د نورو ځينو ولايتونو په وسلوالو بريدونو کې د حقاني شبکې لاس و.
نوموړي اندېښنه وښوده، چې د حقاني شبکه په پاکستان کې په امن کې ده او دغه حالت د دوى لپاره د اندېښنې وړ دى، څو ځلې يې پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې دوى ته دغه حالت نور د زغملو نه دى.
دغه راز د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، چې بريدکوونکي له پولې هغه خوا څخه راغلي وو او د وېرې خپرولو په موخه يې بريدونه تر سره کړل.
Hits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن