مزارشريف (پژواک٣١ ورى ٩١): د بلخ دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د لويې څارنوالۍ له خوا د حيرتان بندر څلور کارکوونکي نيول شوي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د وري په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې، له کابل څخه د لويې څارنوالۍ راغلي پلاوي د حيرتان بندر د يوه رييس په ګډون څلور تنه مامورين نيولي دي.
فرهاد زياته کړه، چې د پلاوي د سفر موخه د حيرتان بندر د دولتي چارو ارزونه وه.
نوموړى وايي، چې دغه پلاوي د حيرتان بندر د خدمتونو د رييس يعقوب ځاځي په ګډون څلور تنه د اختلاس په تور نيولي دي.
ده وويل، چې د نيول شوو کسانو دوسيې تر څېړنې لاندې دي، خو تراوسه دوى ته کوم مثبت او منفي ځواب نه دى ورکړل شوى.
منير وايي، چې لويه څارنوالي د دغه ډول ارزونو حق لري او دوى په تمه دي، چې د دغو کسانو دوسيې به په ښه توګه وڅېړل شي.
د حيرتان بندر رييس قاضي نجيب پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د لويې څارنوالۍ له خوا د يادو کسانو نيول تاييد کړل او ټينګار يې وکړ، چې د هغوى په نيولو کې له ده سره سلا مشوره نه ده شوې.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا دغه کار د دوى له مشورې پرته ترسره شوى؟ وويل، چې د هېواد لويه څارنوالي د حيرتان بندر د چارو او ارزونې حق لري.