ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د علومو اکاډمۍ يو شمېر غړي د ايران له ډېر نفوذ څخه شکايت لري

د علومو اکاډمۍ يو شمېر غړي د ايران له ډېر نفوذ څخه شکايت لري

author avatar
21 Apr 2012 - 16:45
د علومو اکاډمۍ يو شمېر غړي د ايران له ډېر نفوذ څخه شکايت لري
author avatar
21 Apr 2012 - 16:45

کابل (پژواک ٢ غويى ٩١): د افغانستان د علومو اکاډمۍ يو شمېر غړي وايي، چې په دې اکاډمۍ کې د ايران  حکومت نفوذ کړى او په ډېرو چارو کې يې لاسوهنه کوي.

د افغانستان د علومو اكاډمي په ۱۳۵۷ لمريز كال د پښتو ټولنې (پښتو اکاډمي) پربنسټ د افغانستان د تاريخ ټولنې، اريانا دايرة المعارف او د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له يوځاى کېدو او ادغام څخه منځ ته راغلې ده.

د افغانستان د علومو اكاډمۍ په تركيب كې د بېلابېلو برخو علمي غړي شامل دي او څلور علمي رتبې لري.

د علومو په بېلابېلو برخو او په هېواد كې د ملي اقتصاد د پياوړتيا او د فرهنګي بډاينې په موخه علمي څېړنې، د اوبو د سرچينو، خاورې، تودوخې، انرژۍ، منرالي موادو او د نورو طبيعي منابعو څېړنه او ارزونه او داسې نورې د علومو اکاډمۍ له مهمو دندو څخه دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل په دغه راپور کې يې نوم ياد شي، پژواک خبرى اژانس ته وويل، د تېر لمريز کال په وږي مياشت کې چې د سولې د عالي شورا پخوانى مشر برهان الدين رباني، ايران ته د (اسلامي ورورګلوۍ) کنفرانس کې د ګډون په موخه ولاړ، په هغه سفر کې د علومو اکاډمۍ مشر څېړنپوه عبدالباري راشد هم ورسره و.

د هغه په وينا، په دغه سفر کې د عبدالباري راشد اړيکې د ايران له حکومت او فرهنګي ټولنو سره ټينګې شوې، چې له دې وروسته په ياده اداره کې د ايران لاسوهنو زور واخيست.

نوموړي زياته کړه، چې د ايران حکومت د علومو اکاډمۍ ډېر شمېر غړو ته اوس ځانګړې تنخواګانې ټاکلي او وخت په وخت نور نغدي کومکونه هم ورسره کوي.

سرچينې وويل: ((د تېر لمريز کال په زمري مياشت کې په کابل کې د (په استقلال کې د ايثار او قربانۍ ونډه) تر سرليک لاندې سيمينار کې، چې د ايران سفارت په مالي مرسته د علومو اکاډمۍ د يو شمېر غړو له خوا جوړ شوى و، د (درس هايى از تاريخ) په نوم کتاب هم ووېشل شو، چې په بشپړ ډول د افغانستان د هويت او تاريخ پر ضد ليکل شوى دى.))

د علومو اکاډمۍ دغه غړي زياته کړه، چې په ياد سيمينار کې د ايران د روحاني مشر علي خامنه يي انځورونه هم ځوړند شوي وو، چې د هېواد په چارو کې دا د ګاونډي هېواد ايران په زغرده لاسوهنه په ډاګه کوي.

د ده په خبره، له تېر لمريز کال راهيسې په کابل کې د ايران سفارت په مالي مرسته او دستور د علومو اکاډمۍ له خوا درې سيمينارونه جوړ شوي، چې ټول په ناقانونه توګه ترسره شوي دي.

دى وايي، چې د قانون له مخې هېڅ اداره دا واک نه لري، چې د بهرنيو چارو وزارت له اجازې پرته بهرني ډيپلوماتان په غونډو او سيمينارونو کې مېلمانه کړي او يا ترې په خپلسر مرستې واخلي.

نوموړي وويل، چې د  (درس هايى از تاريخ) په نوم کتاب چې په ياد سيمينار کې ووېشل شو، په هغه کې د افغانستان تاريخ مسخ شوى او د هېواد ټول پنځه زره کلن تاريخ يې جعلي بللى او افغانستان يې په تاريخ کې د ايران يوه برخه بللې ده.

دغه غړى وړانديز کوي، چې د علومو اکاډمۍ مشرتابه بايد بدله شي او پر ځاى يې هېواد دوسته او د پرديو مضرو کړيو له دامه بهر خلک په کار وګومارل شي.

د ده په وينا، که داسې ونه شي او همدغه مشرتابه يې پرېښودل شي او د ايران لاسوهنې همداسې دوام ولري، لرې نه ده چې د افغانستان د تاريخ ډېر اصل کتابونه به ورک او وسوځول شي او پر ځاى به يې د ايران په خوښه کتابونه په پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو کې وکارول شي.

د علومو اکاډمۍ يوه بل غړي چې هغه هم نه غوښتل نوم يې په دې راپور کې ياد شي، پژواک اژانس ته وويل، چې په کابل کې د ايران سفارت کولتوري اتشه په اونۍ کې درې څلور ځله د علومو اکاډمۍ ته راځي او له مشرانو سره پټې ناستې لري.

د هغه په وينا، د تېر کال په زمري مياشت کې د (په استقلال کې د ايثار او قربانۍ ونډه) تر سرليک لاندې سيمينار کې د ايران سفارت کارکوونکو په خپلو ويناوو کې، ګډونوال په افغانستان کې د امريکا پر ضد جګړې ته هڅول.

ده وويل، چې په دغه سيمينار کې د ايران د روحاني مشر علي خامنه يي تصويرونه راځړول شوي وو او د (درس هايى از تاريخ) کتاب په زغره د ايران سفارت د کارکوونکو له خوا وېشل کېده.

د علومو اکاډمۍ دغه غړي وويل، د (درس هايى از تاريخ) په کتاب کې هڅه شوې، چې افغانستان په تاريخ کې د ايران يوه برخه وبولي او د افغانستان پخواني نومونه (اريانا او خراسان) يې دروغ او افسانوي بللي دي.

په ياد شوي کتاب کې چې يوه نسخه يې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړه، ځينې داسې موضوعګانې هم يادې شوې دي، چې په هېواد کې ملي يووالي ته زيان رسولاى شي.

له دې موضوعګانو څخه يوه هغه ده چې د همدې کتاب په ٤١ مخ کې په دې ډول کښل شوي دي: ((د افغانستان نوم همدا اوس په دې هېواد کې يوې برخې خلکو ته د منلو نه دى او يوه ډله خلک يې د خپلې قومي واکمنۍ لپاره پر نورو تحميلوي، چې دغه کار د افغانستان ملي هويت مغشوش کړى دى.))

نوموړي زياته کړه، چې په علومو اکاډمۍ کې د افغانستان د هويت د مسخ کولو لپاره د ايران له خوا ډېر چټک کار روان دى او په پرله پسې ډول خپلو غونډو او د کتابونو او رسالو چاپولو ته دوام ورکوي.

 د علومو اکاډمۍ ياد غړي په وينا، څو مياشتې مخکې د((اهل تشيع يو ملا)) ته په تهران کې د يو کال په ترڅ کې په فوق العاده ډول د ماسټرۍ سند ورکړل شوى او د علومو اکاډمۍ ته د ايران سفارت له خوا وروپېژندل شو او اوس همالته د اسلامي علومو د څېړنې په برخه کې رسمي غړيتوب لري.

ده هم وويل چې د ايران له سفارت سره ټول سيمينارونه او غونډې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خبرولو پرته ترسره کېږي.

خو د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد د يادو غړو ادعاوې رد کړې او زياته يې کړه، چې د علومو اکاډمي له هر هېواد سره چې له دوى سره مرسته کوي، د رسمي هوکړه ليک له مخې اړيکې ساتي.

د هغه په وينا، په دغې اکاډمۍ کې هېڅ يو هېواد نفوذ نه لري او له هر هېواد سره دوى د بهرنيو چارو وزات له خوا اړيکې نيسې او يوځاى سيمينارونه او غونډې جوړوي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه ډول ادعاوې تخريبي اړخ لري او هر څوک چې د ده او يا د اکاډمۍ په اړه نيوکې لري، له ده سره دې يې مخامخ شريکې کړي.

راشد وويل: ((هرې غونډې او هر سيمينار ته چې موږ د ايران له سفارت څخه مېلمانه راغواړو، د بهرنيو چارو وزارت په رسمي بلنليکونو دا کار ترسره کېږي.))

نوموړى د (درس هايى از تاريخ) کتاب په اړه وايي، چې په دې اړه معلومات نه لري او نه په رسمي ډول په علومو اکاډمۍ کې وېشل شوى دى.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي پژواک اژانس ته وويل، چې هغه په دې اړه معلومات نه لري او په دې اړه يې نور څه ونه ويل.

د ايران سفات هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ په چارو کې لاسوهنه رد کړه.

 د دې سفارت مطبوعاتي مسوول محمد دهقاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ډول ادعاګانې د هغو کسانو او ډلو له خوا مطرح کېږي، چې د افغانستان او ايران ترمنځ د فرهنګي روابطو پر خلاف دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.