ميدان ښار (پژواک ٤ غويى ٩١): د اسلامي نړۍ لپاره د اوباما ځانګړى استازى رشاد حسين وايي چې د افغانستان د عالمانو ستونزې او غوښتنې به نه يواځې له اوباما، بلکې د اسلامۍ نړۍ د عالمانو او اسلامي کنفرانس له غړو سره شريکې او د حل په اړه به يې جدي هلې ځلې وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په ميدان وردګو کې د ياد ولايت له والي محمدحليم فدايي، د امنيتي او ملکي ادارو له مسوولينو او يو زيات شمېر علماوو سره په کتنه کې وکړې.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د غويي ٤مه) د اسلامي نړۍ او اسلامي کنفرانس (OIC) لپاره د امريکا د ولسمشر ځانګړى استازى رشاد حسين دغه ولايت ته راغلى و.
د نوموړي په خبره، رشاد حسين له علماوو سره د سولې، ثبات، يو بل زغملو، د عالمانو د رول، د اړتياوو او ګواښونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د شاهد په وينا، رشاد حسين په افغانستان کې سوله او امنيت راوستل تر هرڅه دمخه د افغانانو ستره اړتيا ياده کړه او افغانان يې د نړۍ د هر بل هېواد اوسېدونکو په پرتله سوله غوښتونکي وبلل.
د نوموړي په وينا، ديني علماوو د شته بدبختيو د مخينوي او د ټولنيز عدالت په رامنځ ته کېدو کې د اسلامي کنفرانس دايرېدل اړين وګڼل او په دې برخه کې يې د امريکا د رښتينو همکاريو غوښتنه وکړه.
د ميدان وردګو والي ياد ځانګړي استازي ته يو شمېر اړين وړانديزونو وکړل، چې په هغو کې د پياوړو عالمانو کنفرانس دايرول، ترڅو د جګړې د جواز او عدم جواز په اړه فتوا ورکړي، د يوې خپلواکې راډيو تلويزيوني شبکې فعالول او ملاتړ، چې علما د معاصرو موضوعاتو په اړه علمي او ژور بحثونه وکړي او ولسونه له اسلامي اصلي اصولو سره سم رهبري کړي.
دغه راز د اسلامي هېوادونو هڅول، چې د مجهزو، عصري او جامعو دارالعلومونو مالي، تخنيکي او علمي ملاتړ وکړي، د علماوو د ژوند کچې اوچتولو ته ځانګړې پاملرنه او د دوى د علمي سطحې لوړول او د نورو اسلامي او غير اسلامي هېوادونو له ديني علماوو سره د علمي سير، علمي سيمينارونو په دايرولو کې زمينه برابرول او مرسته کول شامل وو.
وروسته رشاد حسين په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې افغانستان او په ځانګړي ډول په ميدان وردګو کې په اسلامي اساساتو ولاړ بې ساري پرمختګونه رامنځ ته شوي، چې په واقعي ډول د والي هڅې له ولسونو سره په ګډه د ستايلو وړ دي.
نوموړي وويل : ((ماته دنده راسپارل شوې، چې د افغانستان او نورې نړۍ د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو له نظرونو څخه په استفادې سره، په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره د امريکا هېواد داسې حل لاره رامنځ ته کړي، ترڅو افغانستان د نړۍ د يوه مهم هېواد په توګه له ټولې نړۍ سره داسې اړيکې ولري، چې افغانستان د بيا لپاره د ترورېزم په لمبو کې ونه سوځي.))
رشاد په افغانستان کې د پوهنې، روغتيا، رسنيو او ځوانانو په برخو کې په شويو پرمختګونو خوښي وښوده، خو زياته يې کړه، چې نړيوالې ټولنې يو لړ نيمګړتياوې هم درلودې، چې ښه بېلګه د قران کريم سوځول او ملکي تلفات دي، چې بايد په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي او په دې برخه کې افغان علما تر هرچا ستره ونډه لري.
په پای کې د ولايت مقام له خوا رشاد حسين ته د قران کريم د لوست او ژباړې الکترونيکي نسخه او داسې نورې ډالۍ هم ورکړل شوې.
د يادونې ده چې رشاد حسين د امريکا د ولسمشر له خوا په ۱۳۸۸ کال کې د (۵۶) اسلامي هېوادونو لپاره ځانګړی استازى ټاکل شوى، چې تراوسه يې افغانستان ته درې ځله سفرونه کړي او نوموړى د قران کريم حافظ او د امريکا د مسلمانانو د ټولنې يو فعال غړى هم دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP