ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
23 Apr 2012 - 12:45
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
23 Apr 2012 - 12:45

 کابل ښار (پژواک ٤ غويى ٩١): د کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو نن د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون د بڼې د وروستۍ کېدو موضوع څېړلې، خو د امريکا او پاکستان د ترينګلو اړيکو په منځ کې د افغان بحران ونډه او همدارنګه پر کابل سربېره د نورو ښارونو د امنيت ساتنې ته د دولت نه پاملرنه هم د نن ورځې د ورځپاڼو د سرمقالو له مهمو سرټکو څخه شمېرل کېږي.

د خدمتګار ورځپاڼې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د مسودې نهايي کېدل څېړلي او په دې اند ده چې له امريكا سره د افغانستان ستراتيژيك تړون افغان دولت ته د ترهګرۍ پر وړاندې پراخ سياسي، پوځي او اقتصادي امكانات په واك كې وركوي.
دغه ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په ترڅ کې د سيمي د هېوادونو هغه اندېښنې هم څېړلې، چې په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو د شتون او له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه لري، خو په همدې حال کې په دې باور هم ده چې له افغانستان سره د امريكا ستراتيژيك تړون به هغه هېوادونه خوشاله او ډاډمن كړي، چې د ترهګرۍ نښه دي او له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتلو اندېښنه لري.
د خدمتګار ورځپاڼه په دغه باور هم ده، چې افغان دولت ته د دې پر ځاى چې د سيمې د مخالفو هېوداونو پر وړاندې په تمكين كولو سره د هغوى د رضايت ترلاسه كولو په لټه كې شي، چې د ورځپاڼې په خبره له يوې بې ګټې هڅې پرته بل څه نه دي، په كار ده چې د سيمې په سياستونو او ستراتيژيو كې د شفافيت او انډول د رامنځته كولو لپاره ابتكار له ځانه وښيي او مثبت رول تمثيل كړي.
همدارنګه محور ورځپاڼه په خپلې نننۍ سرمقاله کې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک تړون د مسودې نهايي کېدل څېړلي او په دې نظر ده چې دې ته په پاملرنې سره، چې دا يو سياسي، اقتصادي تړون دى، افغانستان ډېر پرې حساب نه شي کولاى.

دغه ورځپاڼه له ستراتيژيک تړون څخه په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو د شتون موضوع لرې کولو ته اشاره لري او په دې اند ده چې افغانستان د امريکايانو د راتګ له کبله د ګاونډيانو په بدۍ اوښتى او داسې يوه حالت ته رسېدلى چې د امريکا د دوستۍ پر سر ورسره ډېرو لرې او نږدې هېوادونو را اخيستې ده.

محور ورځپاڼه همدارنګه ليکي چې د امريکا او افغانستان ستراتيژيک تړون يو کوچنى تړون دى، چې هر هېواد يې له بل هېواد سره لرلاى شي او کلونه کلونه خبرو اترو ته پرې هېڅ اړتيا نشته، دغسې يو تړون د ورځپاڼې په ليکنه، د جګړه ځپلي افغانستان هېڅ درد نه شي دوا کولاى.

همدارنګه ويسا ورځپاڼه هم د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون لاسليکېدل څېړي او په دې باور ده چې، امريكا چې كله له افغانستان سره د دغه تړون د لاسليك خبره له افغان حكومت سره مطرح كړه، دا يې په خيال كې نه تېرېدل چې افغان لورى به په دې كې دومره خبرې راباسي او يوه پټه معامله به رسنيو ته راوځي.

ويساورځپاڼه په دې اند ده، چې تر اوسه د دغه سند جزئيات نه دي خپاره شوي او نه ده څرګنده چې د ولس اندېښنې په كې ځواب شوې که نه، خو وړاندې بيا ليکي چې افغانستان كه له امريكا سره په ستراتيژيكو اړيكو كې خپل هويت، خپلواكي او ملي حاكميت ونه ساتلاى شي، معنا يې دا ده چې زموږ هېواد به د سيمې په كچه په لويه لوبه كې د امريكا د يوې پوځي اډې او قرارګاه حيثيت لري.

خو د هشت صبح ورځپاڼه بيا د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليکېدلو ته له ښه نظره ګوري او په دې اند ده چې دغه سند د ولسي ملاتړ تر راجلبولو وروسته، چې د دودېزې لويې جرګې په ترڅ کې ترلاسه شو، لاسليک کېږي.

د هشت صبح ورځپاڼه همدارنګه ليکي، چې اوس داسې ښکاري چې د دغه سند په نهايي کېدو سره، ټول خنډونه لرې شوي او د ورځپاڼې په خبره افغانستان د خپلو سياسي اړيکو په تاريخ کې يوه طلايي او حساس پړاو ته رسېدلى دى.

دغه ورځپاڼه د هېواد له پارلمان څخه هم تمه لري، چې د هېواد او سيمې د عيني واقعيتونو په درک سره، په دې موضوع ځان پوه کړي او د ورځپاڼې په خبره د هېواد له نوي سياسي پړاو څخه ملاتړ وکړي.

د چراغ ورځپاڼې بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې د امريکا او پاکستان ترينګلې اړيکې او په دې اړيکو کې د افغان کړکېچ ونډه څېړلې او په دې نظر ده چې يوې خواته له ترهګرو سره په همکارۍ د پاکستان تورنول او بل خوا ته افغانستان ته د لاسرسي لپاره د دغه هېواد له ځمکې کار اخيستل او د اړيکو ښو کولو ته اړتيا، هغه تضادونه دي چې امريکا ته يې ډېره سخته معما جوړه کړې ده.

د چراغ ورځپاڼې د امريکا او پاکستان د اړيکو بېلابېل اړخونه څېړلي او په دې اند ده چې امريکا غواړي له پاکستان سره د خپلو اړيکو د ښې کولو له لارې ژر تر ژره د افغانستان له کړکېچ څخه ځان خلاص کړي او پاکستان غواړي له هغه څو اړخېزو فشارونو څخه يو څه کم کړي، چې د امريکا له خوا پرې واردېږي.

دغه ورځپاڼه په داسې حال چې په دې باور ده، چې د اوباما حکومت په ټاکنو کې د خپلې بريا لپاره غواړي د افغان جګړې په اړه د دغه هېواد د وګړو غوښتنې عملي کړي، پر افغان چارواکو هم غږ کوي چې بايد د دې ورځپاڼې په خبره د دغو دوو هېوادونو په اړيکو کې، چې دواړه په افغانستان کې ګټې او نفوذ لري، د هر ډول بدلون لپاره پيش بينه وي.

او په پاى کې د سرنوشت ورځپاڼه پر افغان دولت نيوکه کوي چې په کابل او څو ولايتونو کې د تېرې اونۍ له وسله والو بريدونو وروسته، تر ډېره په کابل کې د ورته بريدونو پر مخنيوي او د دغه ښار د امنيت پر تامين خبرې کوي او د نورو ولايتونو د امنيت د ټينګښت په اړه فکر نه کوي.

د سرنوشت ورځپاڼه همدارنګه په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه هم ملامتوي او ليکي چې کورني او بهرني پوځي چارواکي وايي، چې وروستي بريد کوونکي له ډېورنډ کرښې ها خوا روزل شوي او افغانستان ته رالېږل شوي، نو بيا له ډېورنډ کرښې سلګونه کيلومتره دېخوا د کابل په څنډو کې د دوى مخنيوى د ملا نصرالدين د کور کيسه نه ده؟

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.