Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار (پژواک ٤ غويى ٩١): د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د کار موندلو په خاط د هېواد له پرانيستو پولو څخه د بهرنيو کارګرانو تګ راتګ ستونزمن نه دى او اوس مهال د هېواد په ځينو خصوصي ادارو کې ١٣٠ بهرني وګړي د کار له جواز پرته په ناقانونه توګه ګومارل شوي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري، چې نن (د غويي ٤مه) په يوې خبري ناسته کې خبرې کولې، په خصوصي بنسټونو کې د کار له جواز پرته د يو شمېر بهرنيو وګړو ګومارنې ته اشاره وکړه، ويې ويل، سره له دې چې يادو شويو بنسټونو ته د دوى له خوا خبرتيا ورکړل شوې ده، خو تراوسه يې ځواب ترلاسه کړى نه دى.

نوموړي وويل: ((له بده مرغه يو شمېر بهرني وګړي د کار له جواز پرته په ځينو روغتونونو، رسنيو او د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې فعاليت کوي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د استعلام له لارې لن هغو ادارو څخه چې له جواز پرته يې بهرني وګړي په کار ګومارلي، غوښتې ترڅو ياد وګړي راجستر کړي؛ خو تراوسه له يادو ادارو څخه دوى ته ځواب ورکړل شوى نه دى.

افتخاري وويل: ((موږ خپل راپور د هېواد امنيتي ارګانونو ته ورکړى دى.))

د کورنيو چارو وزارت، د بهرنيو وګړو د لست د ترلاسه کولو په اړه چې د هېواد په ځينو خصوصي ادارو کې له جواز پرته کار کوي، ناخبري وښودله.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند د هغو بهرنيو وګړو شمېره، چې افغانستان ته د کار په موخه راغلي او د کار جواز يې ترلاسه کړى دى، څه دپاسه ١٧زره او ٨٠٠ تنه وبلل.

دا په داسې حال کې ده، چې د يادو وزارت د خپرو شويو شمېرنو له مخې، په هېواد کې د کار وړ د ٩ ميليونو خلکو له ډلې څخه، درې ميليونه وزګار دي.

ده وويل چې د کار د قانون له مخې، بايد لومړيتوب د کار وړ افغانانو ته ورکړل شي.

د دغه وزارت وياند وويل، چې په حکومتي او د خصوصي سکټور په ادارو کې بهرني وګړي مکلف دي، چې د افغان کارګرانو د وړتيا د لوړولو په موخه روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي؛ خو ده اندېښنه وښوده چې دغه کار په ډېرو مواردو کې پلى شوى نه دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.