ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
24 Apr 2012 - 13:16
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
24 Apr 2012 - 13:16

 کابل ښار (پژواک ٥ غويى ٩١): نن بيا هم د تېرې ورځې په شان د کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو په خپلو سرمقالو کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د سند بشپړېدل څېړلي دي، خو ځينو ورځپاڼو بيا کابل ته د امريکايي سناتورانو د يوه پلاوي سفر او په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه د هغوى نظريات ارزولي دي.

د ملي ارمان ورځپاڼې د ستراتيژيکو همکاريو د سند د مسودې بشپړېدل څېړلي او په دې اند ده چې د هغه حکومت شېرازه او چوکاټ، چې د فساد د چينجيو په خوراک سره فاسد شوى وي او د ورځپاڼې په خبره، د ړنګېدو په درشل کې وي، په هېڅ ډول سند سره نه شي رغېداى.

 ملي ارمان ورځپاڼه وړاندې بيا له افغان حکومت څخه له فساد سره د مبارزې جدي غوښتنه کوي او ليکي چې که وضعيت په همدې بڼه دوام وکړي او د فساد د ورکولو په موخه کوم بدلون رانه شي، نو امريکا به هم په روان ولاړ ډنډ کې خپله لاره ورکه کړي.

د ملي باور ورځپاڼې هم له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون اجرائيوي ضمانتونه څېړلې دي او په دې نظر ده چې په دغه سند کې له افغانستان سره د امريکا د مرستو د کچې نه ټاکل کېدل، سره له دې چې ولسمشر کرزي هم پرې ټينګار کړى و، د امريکا پر سياستونو د افغانانو شکونه زياتوي.

دغه ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په ترڅ کې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د سند د څېړلو په ترڅ کې په دې اند هم ده، چې که په دغه تړون کې هر څومره لويې خبرې ليکل شوې وي، ترڅو چې سند د ورځپاڼې په خبره د ملګروملتونو په سازمان کې ثبت نه شي او اجرائيوي ضمانت يې پيدا نه شي، نو افغانستان ته هېڅ ګټه نه لري.

د سرنوشت ورځپاڼه هم د ملي باور په څېر له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه د افغاني ګټو له اړخه اندېښنې  څېړي او په دې اند ده چې که څه هم په ستراتيژيک تړون کې تر يوه بريده د افغاني غوښتنو د منلو مسئله يو مثبت ګام دى، خو لا هم د افغانستان ځيني شرايط څنګ ته شوي ښکاري او دغه راز په دې تړون کې د امريکايي ګټو د خوندي کېدو ډول داسې دى چې مو‌ږ ته سياسي، امنيتي او نورې ستونزې زېږولى شي.

 سرنوشت ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې ستراتيژيک تړون لا هم لاسليک شوى نه دى، موږ اوس هم وخت لرو، چې د ځينو مسايلو په اړه فکر وکړو او بدلون په کې راولو، په دغه تړون کې بايد نه يوازې په ښکاره د افغانستان ګټې خوندي شي، بلکې تړون بايد داسې وي، چې د ناوړه ګټه اخيستنې مخنيوى هم په کې شوى وي.

د هشت صبح ورځپاڼه هم پر افغانستان، له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند سياسي او امنيتي اغېزې څېړي او په دې اند ده، چې د ستراتيژيکو اړيکو تړون تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان او امريکا ترمنځ د اقتصادي، سياسي، امنيتي او فرهنګي همکاريو چوکاټ ټاکي.

هشت صبح ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام، افغانستان او امريکا ته د دوه اړخېزه ستراتيژيکو اړيکو او همکاريو د درلودلو اړتياوې څېړي او ليکي، داسې ښکاري چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د سند په نهايي کېدو سره ، د افغانستان د بهرنيو اړيکو په تاريخ کې يو نوى باب پرانيستل شو.

په همدې توګه د ماندگار ورځپاڼې د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر بشپړېدو د بحث په ترڅ کې د افغان حکومت له خوا د دغه سند د لاسليک پر وړاندې د اېښودل شوو شرطونو يادونه کوي او په دې نظر ده چې افغان امنيتي ځواکونو ته د بګرام زندان او د شپې د عملياتو د مسووليت سپارنه، په افغانستان کې د امريکا د پلان يوه برخه وه، چې د ورځپاڼې په خبره ولسمشر کرزى، هغه د خپلو شرطونو په توګه د يادولو په ترڅ کې، د ځان په ګټه تبليغات کوي او د خلکو ذهنونه بې لارې کوي.

ماندګار ورځپاڼه همدارنګه په دې نظر ده، چې دمګړۍ د دغه تړون د جزئياتو نه څرګندېدل د دې سبب شوي چې موضوع له ګڼو پوښتنو او ګونګتياوو سره وړاندې شي او د ورځپاڼې په خبره، تر اوسه څرګنده نه ده چې په دغه سند کې افغانستان له کومو امتيازاتو برخمن دى.

 خو ويسا او محور دواړه ورځپاڼې بيا په خپلو نننيو سرمقالو کې کابل ته د امريکا د کانګرس د يوه پلاوي سفر او د افغان نظام د بدلون په اړه د هغوى څرګندونې ارزوي او په داسې حال کې چې د دوى نظريات غندي، په دې اړه د افغان دولت له ضعيف دريځ څخه هم سر ټکوي.

ويسا ورځپاڼه د افغانستان د نظام د بدلون په اړه د امريکايي سناتور ليوي ګومرت او د افغانستان د متحدې جبهې د مشرانو ګډې څرګندونې د هغوى سپين سترګي ګڼي، په دې باور ده چې له بده مرغه افغان حكومت لکه څرنګه چې لازمه وه د امريكايي سناتورانو د دغسې سپين سترګۍ پر خلاف دريځ ونه نيو او د ورځپاڼې په خبره بايد امريكايي سفير ته احتجاج شوى واى.

که څه هم په کابل کې د امريکا سفير او نور امريکايي چارواکي د امريکايي سناتورانو نظريات د هغوى شخصي اندونه ګڼي، خو ويسا ورځپاڼه دغه نظريه نه مني او په دې باور ده چې امريکايي سناتوران روراباكر او ليوي ګومرت كومه شخصي اجنډا نه لري، بلکې د ورځپاڼې په خبره دا د امريكا د حكومت د ستراتيژيو يوه برخه ده.

همدارنګه محور ورځپاڼه په همدې موضوع بحث کوي او په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه د امريکايي سناتورانو څرګندونو ته په پاملرنې سره په دې اند ده، چې که څه هم دغه امريکايي سناتوران په ظاهري بڼه د افغانستان په نظام کې د اداري فساد شتون ته ګوته نيسي، خو په پټه د افغانستان د فدرالي کولو او آن وېش په اړه خبرې اترې کوي.

 محور ورځپاڼه هغه رپوټونه هم څېړي، چې وايي ولسمشر کرزي، د امريکا د بهرنيو چارو له وزېرې څخه د يوه پيغام په ترڅ کې غوښتي و، ترڅو امريکايي جنجالي سناتور روراباکر ته افغانستان ته د راتلو اجازه ورنه کړي او پوښتي، سره له دې چې د روراباکر څرګندونې د هېچا لپاره هم د منلو يا تاييد وړ نه دي، بيا ولې د افغانستان د ملي جبهې مشران د خپل هېواد د نظام اړوند وړاندېزونو، طرحو او نظرونو وړاندې کولو لپاره او په دې اړه په بحثونو کې د روهراباکر په څېر کسانو ګډون ضروري بولي؟

د خدمتګار ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې له امريکا سره د خبرو اترو د بيا پيل په اړه د طالبانو او ځينو پاکستاني سياسي مشرانو د تمايل څرګندولو ته اشاره لري خو په دې اند ده، چې دغه تمايل ځكه مقابل لورى د خبرو مېز ته نه شي راكاږلاى؛ چې د قطر په خبرو كې طالبانو وښوده، چې دغو خبرو ته له ناسمې ګټې اخستنې سره راغلي وو.
د خدمتګار ورځپاڼه طالبانو ته سپارښتنه کوي، چې بايد په دې غوږونه خلاص كړي چې له يوه ترهګر طالب سره سوله ممكنه نه ده او له يوه سياسي مخالف طالب او له بل هر سياسي مخالف سره جوړجاړى او سوله يو سياسي اصل دى او څوك يې مخه نه شي نيولاى.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.