ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
25 Apr 2012 - 14:10
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
25 Apr 2012 - 14:10

 کابل ښار (پژواک ٦ غويى ٩١): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غټ سر ټکي د ثور د اتمې يا د مجاهدينو د بريا د شلمې کليزې نمانځل، له وسله والو مخالفينو سره د سولې او روغې جوړې په اړه د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم څرګندونې، د سولې شورا د نوي رييس په توګه د صلاح الدين رباني خبرې او ويناوې او داسې نور مسايل دي.

 د هشت صبح ورځپاڼه د مجاهدينو د بري ورځې ته په اشارې سره، دغه برى له پلان او پروګرام نه پرته برۍ ګڼي او په دې اند ده چې جهادي تنظيمونو او د هغوى مشرانو له شوروي سره د جګړې پر مهال د راتلونکي لپاره هېڅ پروګرام او فکر نه درلود، او د ورځپاڼې په خبره دهغوى ټول فکر په هغه وخت کې له شوروي ځواکونو او د هغه وخت له دولت سره جګړې ته اوښتى وو.

دغه ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده چې هغه دولت چې د نجيب حکومت د نسکورېدو په وخت کې د پېښور په ګورنر هاوس کې د نوازشريف تر څارنې لاندې جوړ شو، په هېڅ صورت د هېواد د هغه وخت اړتياوو ته د ځواب وړ نه وو او د ورځپاڼې په خبره د دولت د جوړونې په لار کې د جهادي مشرانو ناکامي، د دې سبب شوه چې جهادي تنظيمونه د قومي جګړو خوا ته ولاړ شي.

 هشت صبح په دې نظر هم ده، چې د طالبانو پيدايښت، د دې ډلې پر پردي تړاو سربېره، د هغو کړنو نېغ په نېغه زېږنده وه چې جهادي کسانو يا مشرانو د ډاکتر نجيب د حکومت تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کې ترسره کول.

 په همدې توګه د ماندګار ورځپاڼې هم د اسلامي انقلاب تر بري شل کاله وروسته تر سرليک لاندې د افغانستان لپاره د ثور د اومې او اتمې نېټو اهميت او ارزښت د ١٤ کلونو توپير په پام کې نيولو سره پرتله کړى او د نورمحمد تره کي د حکومت پر وړاندې يې د خلکو پاڅون ته ګوته نيولې ده.

ماندګار ورځپاڼه په دوام کې بيا د کمونستي رژيم او وروسته بيا د شوروي د ځواکونو پر وړاندې د افغانستان د خلکو جهاد څېړي او همدارنګه د هغو لاملونو او دليلونو يادونه هم کوي چې د ډاکتر نجيب د حکومت تر ړنګېدو وروسته د مجاهدينو د حکومت د ناکامۍ سبب شول.

د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال د مجاهدينو د حکومت پر وړاندې د تپل شوې جګړې دوام، چې د ورځپاڼې په خبره له پولې ها خوا يې رېښې درلودې او همدارنګه د هغه وخت د سړې جګړې پاى ته رسېدل چې له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د مخ اوښتنې سبب شوه، د مجاهدينو د حکومت د ناکامۍ تر ټولو ستر لاملونه وو.

 د انيس، هېواد او اصلاح درې واړو دولتي ورځپاڼو هم خپلې نننۍ سرمقالې همدې موضوع ته ځانګړې کړې او په شنه رنګ سره يې د خپلو لومړيو مخونو په سر کې د افغانستان د اسلامي انقلاب د بريا د شلمې کالېزې مبارکي ليکلې ده.

د انيس ورځپاڼه د ثور اتمه نېټه د هېواد په تاريخ کې د پاملرنې وړ يوه ورځ ګڼي چې د ورځپاڼې په خبره دا ورځ د هغه وخت د شوروي اتحاد پر يرغلګرو ځواکونو د افغان پښې يبله ولس د بريا کالېزه ده.

همدارنګه هېواد ورځپاڼه هم د مجاهدينو د بريا د شلمې کالېزې په مناسبت د مبارکۍ د پيغام پر ورکولو سربېره د افغانستان د خلکو لپاره د ثور د اومې او اتمې نېټو اهميت او ارزښت څېړي او په دې اند ده چې دغه دوه پرله پسې ورځې د افغانانو لپاره له عبرتونو څخه ډکې ورځې وې.

د خدمتګار او ملي باور ورځپاڼو بيا نن د ولسمشر د لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم هغه څرګندونې څېړلې، چې ويلي يې دي له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې لپاره بايد د هغوى ځينې غوښتنې ومنل شي او دواړو ورځپاڼو د سولې او روغې جوړې په اړه د نوموړي د دې ډول خبرو اترو هرکلى کړى دى.

 خدمتګار ورځپاڼه د سولې د عالي شورا د نوي مشر د پېژندګلوۍ په غونډه کې د مارشال فهيم څرګندونې د سولې لپاره يو د عطف ټكى ګڼي او په دې اند ده چې نوموړي د سولې په اړه رغونكې او دقيقې خبرې وکړې.

خدمتګار د ولسمشر د لومړي مرستيال د دغو څرګندونو په اړه ليکي، چې د نوموړي دغه څرګندونې په عين وخت كې د طالبانو د ځينو اندېښنو د پاى ته رسولو او د سولې په هكله د باور رامنځته كېدو لپاره هم مهمې دي او د ورځپاڼې په خبره طالبان به ډاډ پيدا كړي چې نور د سولې وخت را رسېدلى او د دوى پخواني مخالفان هم ورته د سولې لپاره غېږه پرانيستې ده.

د ملي باور ورځپاڼه هم د مارشال فهيم د تېرې ورځې د خبرو هرکلى کوي او په دې نظر ده چې د ده خبرې په زړه پورې وې او يو ځل بيا يې د افغانانو په منځ کې د سولې لپاره هيله مندي راپيدا کړه.

ملي باور ليکي، چې د مارشال فهيم د تېرې ورځې څرګندونو وښوده چې نوموړى نه يوازې د سولې له پروسې سره مخالفت نه لري، بلکې په دې عقيده هم دى چې د افغانستان د روان کړکېچ د پاى ته رسولو يوازېنۍ لاره خبرې اترې دي.

د ويسا ورځپاڼه بيا د سولې د شورا د نوي ټاکل شوي مشر صلاح الدين ربانې څرګندونې څېړي، چې ويلي يې دي، که طالبان له جګړې لاس واخلي، نو بهرنيو ځواکونو ته به هم په هېواد کې د پاتې کېدو پلمې ختمې شي او په دې نظر ده چې د سولې د شورا د نوي مشر په توګه په خپلو خبرو کې د دولت وسله والو مخالفينو ته خپل لنډ خو با معنا پيغام ور ورساوه.

ويسا ورځپاڼه ليکي، چې که چېرې افغانان، که په هر لوري پورې تړلي وي، دا درک نه کړي چې د دوى خپل منځي جګړې په خپله د افغانانو غرور خوري، د افغان ولس ځواک اوبه کوي او د ورځپاڼې په خبره د ذلتونو او تړاوونو د سپک ژوندانه تورو کوڅو ته يې ور ټېل وهي، ښايې دا په لاس کې شته فرصتونه هم له لاسه ورکړي.

د سر نوشت ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د عالي ادارې د رييس عزيزالله لودين څرګندونې څېړي، چې ويلې يې وو له لويو مفسدينو سره د مبارزې به برخه کې پاتې راغلى دى او د نوموړي دا ډول څرګندونې له مسووليتونو څخه د تېښتې  په معنا را اخلي.

سرنوشت ورځپاڼه ښاغلي لودين ته په خطاب کې وايي، نو چې پاتې راغلى يې، بيا څه کوې چې پر څوکۍ ناست يې؟ بيا ستا دنده او ستا اداره څه معنا لري؟ او په دې اند ده چې ولس له دې خبرې سره موافق نه دى، چې چارواکي له لويو مفسدينو سره د مبارزې توان نه لري.

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې ولس به د خپل سر په بيه د هغه کس ملاتړ وکړي چې د سترو مفسدينو پر وړاندې ګامونه واخلي او د ورځپاڼې په خبره، ښاغلى لودين او بل هرڅوک که دا کار وکړي، بيا دې د خلکو منځ ته راشي او خلک به ثابته کړي چې له خپلو رښتينو خدمتګارانو سره څومره مينه لري او د دوى لپاره څومره قربانۍ ته تيار دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.