Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل ځينې اوسېدونکي : پيسې مو تحويل کړي خو نومرې نه دي راکړل شوي

کلات (پژواک ٦ غويى ٩١): د زابل د مرکز کلات ښار او له ولسواليو څخه بې ځايه شوي يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له يوه کال راهيسې يې د ځمکو د نومرو لپاره پيسې تحويل کړي، خو تر اوسه ورته نومرې نه دي ورکړل شوي.

دوي زياتوي، چې اوسمهال په کرايي کورونو کې په بدو شرايطو کې ژوند کوي او له حکومت څخه غواړي چې ژر دې ورته نومرې ورکړي.

د شينکۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالمنان چې کلات ښار ته په کډه راغلی، وايي، چې تېر کال يې په ډېره سختۍ سره د يوې نومرې ځمکې د ترلاسه کولو پاڼه ترلاسه کړه.

هغه زياته کړه، چې که څه هم ډېر بې وزله دى، خو بيا يې هم پنځوس زره افغانۍ په پور او قرض پيداکړې او په بانک کې يې تحويل کړې، تر څو د ېوې سر پناه خاوند شي.

نوموړى وايي: ((له هغه راهيسې شاوخوا يو کال تېر شو، خو تر اوسه راته ځمکه نه ده راکړل شوې او په کرايي کور کې په سختو شرايطو کې شپې سبا کوم.))

شاوخوا يو کال وړاندې د زابل ولايت مسوولينو د کلات ښار شمال لور ته د عبدالمجيد زابلي په نوم د يوه ښارګوټي پرانيستنه وکړه، چې د چارواکو په خبره، ۱۸۰۰ نومرې ځمکه به يې پر بې کوره خلکو ووېشل شي، خو تر دې مهاله يې لا وېشنه نه ده پيل شوې.

د سيد اسحاق په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل چې څو مياشتې مخکې يې پيسې تحويل کړې، خو تر اوسه ورته نومره نه ده ورکړل شوې.

هغه زياتوي: ((موږ سرپناه نه لرو، کله په يوه کرايي کور کې اوسېږو او کله په بل کې، حکومت بايد زموږ غم وخوري.))

محمدرحيم چې په اصل کې د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس د کلات ښار د سينک سيمې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي وايي، چې که حکومت د دغه ښارګوټي ځمکه پر بې کوره خلکو ووېشي نو ورسره به د کورونو کرايې هم ټيټې شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې غريبو خلکو يو کال وړاندې ۵۰۰۰۰ افغانۍ دولت ته ورکړې، خو دولت يې هم پيسې بندې کړې او هم يې ځمکې نه دې ورته توزيع کړې.

نوموړي له ښاروالۍ غوښتنه وکړه، چې بايد خلکو ته خپلې ځمکې ورمعلومي کړي ترڅو بې سرپناه خلک په کې خوندي شي.

د کلات ښاروالۍ مسوولين هم دا ستونزه مني او وايي، چې ډېر ژر به د عبدالمجيد زابلي د ښارګوټي د نومرو وېش پيل کړي.

د کلات ښاروال سيداحمد ساپي پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ښارګوټي د ځمکې د هوارولو او په کې د سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې او نومرې به يې هم ډېر ژر ووېشل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو ځمکو په توزيع کې يوه بله ستونزه هم شتون لري او هغه دا ده چې زياتو خلکو پيسې تحويل کړې، خو ځمکې په هغه اندازه نشته.

د هغه په وينا، هغه کسان چې د عبدالمجيد زابلي په ښارګوټي کې ورته د کور جوړولو لپاره ځمکه نه رسېږي، هغوى ته به په يو بل ښارګوټي کې، چې ډېر ژر به پرانيستل شي، ځمکې ورکړل شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې د يو کال په تېرېدو سره لا هم ځمکې نه دې وېشل شوې؟ ساپي وويل: ((د تېر په اړه زه څه نه شم ويلای؛ ځکه هغه وخت کې زه مسوول نه وم خو د اوس لپاره درته ويلای شم چې ډېر ژر به پر خلکو ځمکې ووېشم او کار ورباندې پيل شوی دى.))

د يادولو ده، چې د عبدالمجيد زابلي د ښارګوټي ترڅنګ په کلات ښار کې د کډوالو او ښوونکو لپاره هم د دوو ښارګوټو لپاره ځمکې معلومې شوې، خو لا پر مستحقو کسانو نه دي وېشل شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.