Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په نرخ ولسوالۍ کې اوو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ميدان ښار (پژواک ٧ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې اوو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو ژوندى نيول شوى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ګډو ځواکونو له خوا په نرخ ولسوالۍ کې عمليات ترسره شول، چې په ترڅ کې يې څلور وسلوال طالبان وژل شوي، درې ټپيان او يو ژوندى نيول شوى دى.

د هغه په وينا، دغه عمليات تېره شپه شاوخوا دوه بجې د ميدان ښار په زمان خېلو او د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شول.

نوموړي زياته کړه: ((عمليات هغه مهال رامنځ ته شول، چې د مولوي امين الله په نوم د يو طالب قوماندان کسانو په سيمه کې ماينونه خښول.))

د شاهد په خبره، له وژل شوو کسانو څخه څلور کلاشينکوفونه، يوه پيکا، يوه اندازه چاودېدونکې توکي او ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نوموړى وايي، چې په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د نرخ ولسوالۍ د شاه کابل سيمې اوسېدونکي کبير پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ١١ بجې د دوى پر کلي هوايي بريدونه وشول.

د هغه په وينا، سهار مهال خبر شول چې دوه ماين خښوونکي بهرنيو ځواکونو وژلي او دوه يې ژوندي نيولي دي.

ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.