Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چک ولسوالۍ پېښې په اړه يو حکومتي پلاوى ميدان ښار ته تللى

ميدان ښار (پژواک ١١ غويى ٩١): د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو د څېړنې په موخه د ولسمشر کرزي په لارښوونه يو پلاوى ميدان ښار ته لاړ.

د تېرې جمعې په ورځ د ميدان وردګو چارواکو وويل، چې د دې ولايت په چک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښته له امله اووه ښځو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغو چارواکو د معلوماتو له مخې، د چک ولسوالۍ په دوران خېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتنه رامنځ ته شوه، چې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې مېرمنې ووژل شوې او څلور نورې ټپيانې شوې.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ١١مه، پژواک اژانس ته وويل چې د دغه پلاوي مشري د ولسمشر سلاکار شجاع الملک جلاله کوي او د چارو ادارې څخه لوى پاسوال محمداسلم مسعود، د کورنيو چارو وزارت په استازيتوب مل پاسوال جميل کوهستاني، د ملي امنيت رياست په استازيتوب ډګروال شهزاد  او د سيمه ييزو ارګانونو په استازيتوب عبدالمتين اقرار يې غړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې پلاوي د والي محمدحليم فدايي، امنيتي مسوولينو او د پېښې له قربانيانو سره د څېړنې په موخه وليدل او د هغوى نظرونه يې واورېدل.

 شاهد وايي،  پلاوي د ولسمشر د ډاډګېرنې ترڅنګ د پېښې د قربانيانو کورنۍ ته وويل، چې د پيښې په اړه به په جدي توګه څېړنې وکړي.

 نوموړي زياته کړه، چې امنيتي او د ايساف چارواکو پلاوي ته وويل، چې دغه پېښه د ملکي خلکو له کورونو څخه  د وسلوالو له خوا د سنګر په توګه د کار اخيستلو او د ايساف ځواکونو په نه پاملرنې سره د هاوان مرمۍ د فير له امله رامنځ ته شوه.

 د پېښې په اړه د ايساف ځواکونو راغلي پلاوي د قومي مشرانو په شتون کې د بښنې غوښتو ترڅنګ وويل، چې د پېښې له قربانيانو سره به  د افغاني دود له مخې د مالي زيان جبران کوي او د ځاني زيان په اړه به د کورنۍ ننواتې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.