اسعد اباد (پژواک١١غويى ٩١): له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پروسي مشر وايي، چې یواځې د کابل خوندیتوب د افغانستان د ټيکاو ښکارندويي نه شي کولاى او په کار ده چی ولایتونو په ځانګړې ډول سرحدي سیمو ته پاملرنه ډېره شي.
دغه څرګندونې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، د کونړ په مرکز کې د دغه ولايت له چارواکو او مشرانو سره د خبرو پرمهال وکړې.
ډاکټر اشرف غني احمدزى، افغان ځواکونو ته د امنیت ساتلو د لېږد درېيم پړاو د ارزونې په موخه د غويي په ١١مه، کونړ ته تللى و.
اشرف غني احمدزی په کونړ کې د ولايتي چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې له استازو سره تر خبرو ورسته رسنیو ته وویل، ټاکل شوې چې څو اونۍ وروسته به ولسمشر کرزى له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليت د لېږد د درېيم پړاو د پيل اعلان وکړي.
نوموړي دا په ډاګه نه کړه، چې په کونړ کې به دغه پروسه څنګه او کله پيل شي؟
احمدزي زياته کړه، چې د دغې پروسې په راتلونکو پړاوونو کې به د سرحدي پولو امنيت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
همداراز هغه وويل، چې نړيوالو ورته د ملکي او پوځي ادارو بنسټونه جوړ کړي دي؛ اوس نو افغانان بايد د خپل هېواد ساتنې ته مټې رانغاړي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ځواکونو د مرکزي قوماندۍ پرځاى باید سيمه يیزو قوماندانانو ته واک ورکړل شي.
اشرف غني وايي، چې یواځې د کابل خوندیتوب د افغانستان د ټيکاو ښکارندويي نه شي کولاى او په کار ده، چی ولایتونو په ځانګړې ډول سرحدي سیمو ته پاملرنه ډېره شي.
د کونړ والي سید فضل الله وحیدی د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په درېيم پړاو کې به په کونړ کې هم د ځينو سيمو امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن