Language

پر پنځو شرابيانو شرعي حد جاري شو

هرات (پژواک ١١ غويى ٩١): د هرات ښاري محکمې پر هغو پنځو کسانو شرعي حد (٨٠ دورې) پلى کړ، چې د شراب څښلو په جرم نيول شوي وو.

دغه دويم ځل دى چې په تېرو څلورو مياشتو کې پر شراب څښونکو حد پلى کېږي.

 د هرات د لومړنۍ ښاري محکمې رييس سراج الدين نصر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه حکم د دغو کسانو دوسيو ته په کتو سره او د دوى تر اعتراف وروسته د قضايي محضر پر وړاندې صادر شوى دى.

هغه وويل: “دغه پنځه تنه وروسته له هغه، چې پر شرابو څښلو يې اعتراف وکړ او له دغه کار څخه يې پښېماني وښوده، د هرات د محکمې د ودانۍ انګړ ته ولېږدول شول او په ډاګېزه بڼه پرې شرعي حد، چې د دورو ٨٠ ضربي وې، پر هر يوه بېل بېل پلى شو.

د هرات د ښاري لومړنۍ محکمې رييس زياته کړه، چې د دغه حکم اجرا په قران عظيم الشان کې د الله د فرمان پر اساس ترسره شوې، چې د هغې له مخې د شرابو څښل د شيطان کار او منع ګرځول شوي دي.

د هرات د څارنوالۍ د رياست د عمومي جزا د تعقيب څارنوال پژواک ته وويل، چې د دغو کسانو دوسيه د مسکراتو د قانون د ٤٤مې مادې پر بنسټ ترتيب او محکمې ته لېږل شوې ده.

هغه وويل: “څارنوالۍ د قانون د دې مادې له مخې د محکمې له خوا د دغو کسانو د مجازات غوښتونکې شوه.”

له مسکراتو او نشه يې توکو سره د مبارزې قانون په پنځو فصلونو او ٦٧ مادو کې د ولسي جرګې له خوا تصويب شوى دى.

د دغه قانون په ٤٤مه ماده کې ليکل شوي، چې چا له مسکراتو (مست کوونکي شيان) څخه استفاده وکړه، نو د حنفي مذهب پر اساس شرعي حد پر هغه پلى کېږي.

دغه دويم ځل دى چې په هرات پر شراب څښونکو شرعي حد پلى کېږي.

تر دې وړاندې د تېر کال په سلواغې مياشت کې د شرابو د څښلو په جرم د هرات د محکمې له خوا محاکمه شول او پر هر يوه شرعي حد پلى شو.