ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نى: د سولې د خبرو له پيل سره د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى

نى: د سولې د خبرو له پيل سره د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى

author avatar
2 May 2012 - 14:33
نى: د سولې د خبرو له پيل سره د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى
author avatar
2 May 2012 - 14:33

کابل ښار (پژواک ١٣ غويى ٩١): په افغانستان کې د ازادو رسنيو ملاتړې ادارې په خپل نوي څېړنيز راپور کې ويلي، له کله راهيسې چې افغان دولت له وسلوالو طالبانو سره د سولې هڅې پيل کړې، د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى دى.

په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړې ادارې (نى) له خوا په ياد څېړنيز راپور کې، چې نوم يې (د رسنيو د څار رپوټ) ورکړى، راغلي چې د اساسي قانون په رڼا کې د ټوليزو رسنيو د قانون په شتون کې هم رسنۍ او خبريالان له جدي ګواښ سره مخ دي.

د سرچينې په وينا، جسمي عذاب او وهل ټکول په اساسي قانون کې جرم دى او عاملان يې بايد مجازات شي، خو افغان دولت تر اوسه په دې برخه کې هېڅ نه دي کړي.

د غويي په ١٣مه، په خپور شوي دغه راپور کې راغلي، چې له ازادو خبريالانو څخه د حکومت نه ملاتړ، په خپله د تاوتريخوالي مهم لامل دى، چې خبريالان ورسره مخ دي.

په دغه څېړنيز راپور کې، په تېر کال کې د خبريالانو پر وړاندې ستونزې او ننګونې په ګوته شوې، د بېلګې په توګه په پکتيکا کې د يو خبريال وژل، د پوليسو له خوا په کابل او بدخشان کې د دوو خبريالانو وهل، په کابل کې د پوليسو له خوا د يوه خبريال وهل ټکول، په ننګرهار کې د خبريال وهل، د کندهار د خبريالانو ستونزې، په کابل کې د يوې اونېزې بندول او د يو شمېر خبريالانو ادعا، چې د يو سناتور له خوا ورته سپکې سپورې ويل شوې دي.

راپور زياتوي: ((له بل پلوه له طالبانو سره د نا څرګندو خبرو او له دولت سره د هغوی يو ځای کېدل او هغوی ته په قدرت کی ګډون ورکول د اندېښنې سبب شوى دى.))

سرچينه وايي، چې افغان دولت سره له دې چې له خبريالانو سره تاوتريخوالى کوي، خو لږ تر لږه د بشري حقونو ارزښتونه يې منلي او په درنه سترګه ورته ګوري، خو که چېرته طالبان، چی په دې ارزښتونو معتقد نه دي، واک ته ورسېږی او يا هم په سياسي قدرت کې ور ګډ شي، د هغوی کړنې به ډېرې سختې تمامې شي.

راپور زياتوي: ((دغه اندېښنې په ډېرو برخو کې دي، لکه د بيان او رسنيو ازادي، څه موده مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او هم د علما د شورا اعلاميې خپرې کړې او په هغو کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ اختلاط په رسمي دفترونو کې غير شرعي وګڼل شو، چې يادو اندېښنو ته ډېروالى ورکوي.))

په راپور کې راغلي، چې ښايي په راتلونکو دوو کلونو کې دا اندېښنې ډېرې شي او ورته محدويتونه نور هم ډېر شي.

د سرچينې په وينا، ځيني کسان کوښښ کوي، چې فضا او د خلکو ذهنيتونه داسې جوړ کړي، تر

څو د طالبانو حضور حساسيت پارونکی نه وي.

په ياد څېړنيز راپور کې زياته شوې، چې د مدني ټولنو بنسټونه او د بيان او رسنيو د ازادۍ ملاتړ کوونکې ادارې بايد دغې مسئلې ته پام وکړي او اجازه ورنه کړي، چې د بيان او د رسنيو ازادي د سياسي معاملو قرباني شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.