مهترلام( پژواک ١٥ غويى ٩١): د لغمان په مرکز ( مهترلام ) کې وسلوالو مخالفينو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى، چې يوه پوليسو او وسلوالو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د غويي په ١٥ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسوالو کسانو تېره شپه شاوخوا ١١ بجې د لغمان مرکز اړوند په پل جوګي سيمه کې پريوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
هغه وايي ،چې په دې بريد کې د ملي پوليسو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى .
دغه راز هغه وايي ، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه وسلوال وژل شوي او يو بل هم ټپي شوى دى .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې په دې بريد کې يو پوليس وژل شوى او يوبل هم ټپي شوى دى .
د لغمان د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک ته وويل چې د دې ولايت مرکزي روغتون ته د پوليسو يو مړى او يو ټپي راوړل شوي دي .
هغه وويل چې د ټپي حالت د ډاډ وړ دى .
د ګل احمد په نوم د يادې سيمې يوتن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دوى هم د شپې ناوخته د درنو او سپکو وسلې د ډزو اوازونه اورېدلي دي .
د هغه په وينا، دغو ډزو شاوخوا يو ساعت دوام درلود، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .
وسلولو مخالفينو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP