ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
6 May 2012 - 12:11
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
6 May 2012 - 12:11

 کابل ښار (پژواک ١٧ غويى ٩١): که څه هم له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د سند لاسليک نن په دويمه ورځ هم د کابل چاپ ورځپاڼو د سرمقالو ډېره برخه ځان ته ځانګړې کړې، خو د دې ترڅنګ په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه او د مطبوعاتو له نړيوالې ورځې يادونه هم د ځينو نورو ورځپاڼو غټ سر ټکي دي.

د ويسا ورځپاڼه په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې وروستيو عملياتو ته اشاره کړې ده او په دې نظر ده چې له دې ډول کړنو سره ښايي له هر افغان سره دا پوښتنه مطرح شوې وي چې د ستراتيژيكې ملګرتيا معنا همدغه ده؟

ويسا ورځپاڼه په داسې حال کې چې د امريكايي ځواكونو دغسې كړه وړه به د شوو ژمنو او موافقتنامو حيثيت زيانمن كړي ، دا هم وايې چې كه امريكا ګومان كوي چې په افغانستان كې دوى هر ډول جنايت كولاى شي او اوس چې د ستراتيژيكو همكاريو په نامه تړون لاسليك شوى، نو چې هر څه كوي له چا يې سترګه نه سوځي، نو دوى لويه غلطي كوي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده، چې له بده مرغه زموږ ګاونډي هم له افغان ولس سره مخلصانه همكارۍ ته چمتو نه شول، پر دې سربېره د ورځپاڼې په خبره يوه ډله د پيسو او مادي امتيازاتو نوكران په هېواد كې د پرديو په اشارو پر يوه ملي محور د ولس د راټولېدو په مخ كې خنډ دي، كه نه د ورځپاڼې په خبره افغان ولس او چارواكو به امريكا او نړيوالې ټولنې ته پرېكنده ځواب وركاوه، چې نور مو بسترې تړئ.

د ملي ارمان ورځپاڼه هم له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې څېړي او په دې نظر ده چې ايران او پاکستان د دغه تړون له لاسليک کېدو څخه خوښ نه دي.

ملي ارمان ورځپاڼه د ستراتيژيک سند تر لاسليک وړاندې او وروسته د ايران او پاکستان غبرګونونو ته اشاره لري او په دې اند ده چې افغانستان په يوه داسي جګړه کې ښکېل دى، چې پرديو او په تېره بيا ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان پر موږ تپلې ده.

دغه ورځپاڼه غوښتنه کوي چې بايد ژر تر ژره دې دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليک هم نهايي شي او د ستراتيژيکو همکاريو د سند د ضميې په توګه د ورځپاڼې په خبره زموږ امنيتي چارو ته د پاملرنې لړۍ هم ګړندۍ کړي.

د افغانستان، ماندګار، سرنوشت او ملي باور ورځپاڼو بيا په خپلو نننيو ګڼو کې په هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې پر موضوع بحث کړى او تر ډېره يې هغه خبر څېړلى، چې د لويې څارنوالى له خوا يې د اداري فساد او اختلاس په تور د څو حکومتي لوړ پوړو او ټيټ پوړو مامورينو نيولو ته اشاره کړې ده.

افغانستان ورځپاڼه ليکي، چې له اداري فساد او اختلاس سره مبارزه، په يوه تکراري او ستړې کوونکې موضوع بدله شوې او په دې اند ده چې بايد د فساد جړرې وچې کړاى شي.

د افغانستان ورځپاڼې په داسې حال کې چې د هېواد پر اقتصاد او پرمختګ باندې د اداري فساد ناوړه اغېزې يوه يوه شمېري، په دې اند ده چې د اداري فساد او اختلاس په تور د ١٣ دولتي کارکونکو نيونه، که څه هم يو ښه خبر دى، عدلي او قضايي ارګانونو ته هم يوه لاس ته راوړنه شمېرل کېږي، خو د ورځپاڼې په خبره، اصلي پوښتنه دا ده چې ولې په افغانستان کې تل قانون د ټولنې پر ټيټو او منځنيو وګړو پلى کېږي او په لوړه کچه کسان له قانوني څېړنې معاف وي؟

د افغانستان ورځپاڼه له اداري فساد سره د مبارزې له اړوند ادارو څخه هيله لري تر څو خپله تر ډېره پاملرنه هغه ځايونو ته واړوي، چې د ورځپاڼې په خبره په افغانستان کې د فساد سرچينې شمېرل کېږي او ليکي چې يقيني خبره دا ده چې ترڅو د فساد سرچينې موجودې وي، د فساد بيا زېږېدنه به هم روانه وي.

خو د ماندګار ورځپاڼه بيا له اداري فساد سره د مبارزې په ترڅ کې د حکومت له خوا د معروفو سياسي څېرو او شخصيتونو په اړه له منفي پروپاګڼدې نه شکايت لري او په دې نظر ده چې له اداري فساد سره مبارزه د حکومت او نړيوالې ټولنې يو له لومړيتوبونو څخه دى، چې د ورځپاڼې په خبره تر اوسه ېې هېڅ د منلو وړ پايلې نه دي درلودلې.

دغه ورځپاڼه په دې اند هم ده، چې په اوسني نظام کې له اداري فساد سره مبارزه په يوه تبليغاتي او کله هم سياسي حرکت اوښتې او د ورځپاڼې په خبره، تل د نظام په منځ کې ځانګړې څېرې په فساد تورنې شوې دي، خو وروسته څېړنو ښودلې ده چې داسې نه ده او دغه تورونه واقعيت نه لري.

ماندګار ورځپاڼه چې د حکومت له مخالف سياسي جريان څخه استازيتوب کوي له څو لوړ رتبه مشخصو کسانو، لکه د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل خان، د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي او د ملي دفاع وزارت يوه لوړ پوړي جنرال، جنرال يفتلي نومونه يادوي چې په بېلابېلو مواردو کې په فساد کې تورن شوي او بيا وروسته د هغوى په اړه هېڅ سند او ثبوت نه دى وړاندې شوى.

د سرنوشت ورځپاڼه هم د اداري فساد او اختلاس په تور د ماليې وزارت اړوند د څو کسانو نيونه څېړي او په دې اند ده چې دا ډول نيونې او همدارنګه په اداري فساد کې د ککړو لوړ پوړو چارواکو د نومونو افشا کول، د دې موضوع ښکارندويي کوي، چې دولت غواړي له اداري فساد سره جدي مبارزه پيل کړي.

د سرنوشت ورځپاڼه د ماندګار ورځپاڼې پر خلاف په دې اند ده، چې په لومړي ځل په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور د يوه وزير د نوم اخيستل او د فساد په تور د ماليې د وزارت د کارکوونکو نيونه، که څه هم هغه ګامونه دي، چې وروسته اخيستل شوي دي، خو بيا هم د ورځپاڼې په خبره افغان ولس ته ښه زيرى بلل کېږي.

د ملي باور ورځپاڼه هم پر همدې موضوع بحث کړى او په دې اند ده چې اداري فساد په هېواد کې د ټولو بدمرغيو مور ده.

دغه ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې په هېواد کې د اداري فساد زيانونو ته اشاره لري او په دې نظر ده چې په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړو په موخه بايد ولسمشر ، وزيران ، عدلي او قضايي ارګانونه، ولسي جرگه، مشرانو جرگه او تر اجراييوي ادارو پورې ټول د لويې څارنوالۍ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې له چارواکو ملاتړ وکړو.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.