چاريکار (پژواک ١٧ غويى ٩١): د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د پوهنې د ١٣ پروژو د جوړولو او سمبالښت کار پيل شو.
د پروان د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول حفيظ الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو پروژو کار نن (د غويي ١٧مه) پيل شو او تر شپږو مياشتو پورې به بشپړ شي.
د نوموړي په وينا، په دغو پروژو کې د دوو دارالحفاظونو، دوو ديني مدرسو او دوو ښوونځيو جوړول او په ياده ولسوالۍ کې د اووه نورو ښوونځيو سمبالښت شامل دى.
صالحي زياته کړه، چې د يادو ښوونځيو په سمبالښت کې د څښاک د پاکو اوبو د څاګانو کېندنه، احاطوي دېوال، الحاقيه ودانۍ، تشناب او نورې اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.
سرچينې زياته کړه، چې د دغو پروژو ټوليز لګښت څه دپاسه يونيم ميليون ډالره کېږي، چې د جاپان هېواد له خوا ورکول کېږي.
د جبل السراج د پوهنې مدير محمدعزيز پژواک ته وويل، چې اوس مهال د يادو دارالحفاظونو، ديني مدرسو او ښوونځيو زده کوونکي په کرايي ودانيو او له امکاناتو پرته اوسېږي.
د نوموړي په وينا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره د څه دپاسه ١٢زرو زده کوونکو (نجونې او هلکان) د درسي ټولګيو او درسي ځاى ستونزه هواره شوه.
د يادونې وړ ده، چې په جبل السراج ولسوالۍ کې ٣٤ ښوونځي شته، چې له دې ډلې څخه ٢٣ يې ودانۍ لري او پاتې نور ودانۍ نه لري.