ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه تنه د قتل په تور په شلو کلونو بند محکوم شول

دوه تنه د قتل په تور په شلو کلونو بند محکوم شول

author avatar
7 May 2012 - 16:08
دوه تنه د قتل په تور په شلو کلونو بند محکوم شول
author avatar
7 May 2012 - 16:08

جلال اباد ( پژواک ١٨ غويى ٩١) : د ننګرهار ولايت استيناف محکمې په علني توګه يوتن د قتل په تور او د هغه مرسته کوونکى محاکمه او هر يوه ته يې د شلو کلونو تنفيذي بند سزا واوروله.

ددې علني محاکمې په پيل کې ، چې نن دغويي په ١٨مه، په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه، لومړى موظف څارنوال  عبدالرحمن ، صورت دعوه وړاندې کړه.

هغه زياته کړه ، چې روح الله د عزيز الله زوى يو کال مخکې د ډاکټر نجيب الله د وژلو په تور نيول شوى و.

څارنوال عبدالرحمن وويل، چې تېر کال د روژې په مياشت کې د لغمان ولايت يوتن اوسېدونکى ډاکټر نجيب الله له خپل کتنځي څخه کور ته روان و،چې د چريز ټوپک په ډزو ووژل شو.

نوموړي زياته کړه،چې دغه ډاکټر په ټپي حالات کې روغتون ته له لېږدولو مخکې خپلې مور ته ويلي و ، چې روح الله نومي ويشتلى دى.

څارنوال وويل، چې روح الله د نجيب الله د وژنې پرمهال له يوبل تن طاوس خان څخه ټوپک اخيستى و.

څارنواول وايي ،چې روح الله د وژل شوي ډاکټر ميرمن خوښيدله ، چې د پلار په کور کې وه او پلار يې ډاکټر نجيب الله ته کوژده کړې وه.

د نوموړي په وينا، روح الله  ځکه نجيب الله وژلى دى ، چې د نجلۍ پلار ورته خپله لور نه وه ورکړې.

د وژل شوي مور زرببو، چې چېغې يې وهلې وويل،د کور په وړاندې يې زوى د روح الله له لوري وويشتل شو.

زرببو زياته کړه، په وينو لړى زوى يې چې په غيږ کې راپورته کړ، دوه ځله يې ورته وويل:(( روح الله وويشتلم.))

نوموړې وويل، چې له اعدام پرته به د مجرمينو په هر ډول سزا ناخوښه وي.

د هغې په وينا، زوى يې د کوژده کړې نجلۍ د واده ارمان ګور ته يوړ.

د دواړو تورنو روح الله او طاوس خان مدافع وکيلانو سبحان الله او سادات وويل، چې موکلين يې بې ګناه دي.

هغوى زياته کړه، چې که موکلينو يې ډاکټر نجيب الله وژلى واى له کلي څخه به تښتېدلي و او د هغه د جنازې په مراسمو کې به يې ګډون نه کاوه.

د وژل شوي خسر ارسلا وويل،چې روح الله ورته کله هم د لور غوښتلو په موخه جرګه نه وه رالېږلې.

نوموړي زياته کړه، چې د زوم د مړينې په لومړۍ ورځ ورته بېلابېلو خلکو وويل چې ډاکټر نجيب الله د روح الله له لوري وژل شوى دى.

د ننګرهار استيناف محکمې رييس فضل هادي فاضل د غونډې پرېکړه تر لنډې دمې وروسته اعلان کړه . هغه روح الله او طاوس خان يې مخاطب کړل،چې د جزا د قانون د ٣٩٦ مې مادې په استناد د محکمې د ٧٥ پرېکړې له مخې دواړه په شل شل کاله تنفيذي بند محکموم شول.

د وژنې په جرم کې شريک طاوس خان او په قتل تورن روح الله وويل چې دوى بې ګناه دي تر دوى وړاندې دولت ددغې وژنې په نوم د قاري رياض په نوم بل څوک نيولى و،دوى به د استيناف طلبۍ له حق څخه ګټه پورته کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.