ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
8 May 2012 - 12:47
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
8 May 2012 - 12:47

کابل ښار (پژواک ١٩ غويى ٩١): د کابل يو زيات شمېر ورځپاڼو د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې له خوا د عملياتو دوام او د دوى په بمباريو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته پاملرنه کړې، خو د ستراتيژيک تړون د بېلابېلو برخو څېړنه او په دې اړه د ګاونډيو ايران او پاکستان غبرګونونه هم د ځينو ورځپاڼو له خوا څېړل شوي دي.

د ارادې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نړيوالو ځواکونو په بمباريو کې د تر دېرشو د زياتو ملکي وګړو وژل کېدو ته ګوته نيولې او ليکلي يې دي چې يوازې څو ورځې وړاندې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک شو، چې په کې ټينگار شوى دى چې بهرني ځواکونه به د ملکي تلفاتو له اړولو، د خپلسرو عملياتو او له بې مورده بمباريو څخه مخنيوى کوي.

د ارادې ورځپاڼه په دې اند ده، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې ډېرېدل، په هېواد کې د امريکايي ضد احساساتو له ډېرېدو سره نېغ په نېغه اړيکه لري او د ورځپاڼې په خبره، ترڅو چې د لوېدېځې نړۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې د سياست لپاره د افغانستان د خلکو د ملاتړ د جذب ستراتيژي جوړه نه شي، په دغه هېواد کې به د تلپاتې سولې او امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې ګټورې نه وي.

د سرنوشت ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه کې همدا موضوع څېړلې ده او ليکي چې امريکايي سوله وژونکو وحشي سرتېرو په لوګر، کاپيسا، هلمند او بادغيس کې يو ځل بيا د لسګونو ښځو او ماشومانو وينې او غوښې له خاورو سره ګډې کړې او د ورځپاڼې په خبره، خپله وحشي تنده يې د بې ګناه وګړو په وينو ماته کړه.

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې د ستراتيژيکو همکاريو د سند ترلاسليک وروسته د ملکي وګړو دغې مرګ ژوبلې و ښوده چې امريکا له خپلو ټولو ژمنو سره سره خپل وحشت ته دوام ورکوي او د ستراتيژيکې هوکړې په ګډون هېڅ ډول تړونونه او قوانين د دوى د جنايتونو مخنيوى نه شي کولى.

سرنوشت ورځپاڼه د خپلې نننۍ سرمقالې په پاى کې ليکي، چې د وروستي امريکايي وحشت په بدل کې تر ګردو لومړى موږ بايد له امريکا سره په ستراتيژيکې هوکړې له سره غور وکړو؛ ځکه دا هوکړه زموږ د ژغورنې پر ځاى، زموږ د وژنې د دوام تضمين کوي.

د ملي باور ورځپاڼه هم په خپله نننۍ سرمقاله کې د ايساف ځواکونو د يوه وياند هغو خبرو ته پاملرنه کړې ده، چې ويلي يې دي چې له افغان دولت سره د ځانګړو عملياتو د درېدو هوکړه ليک په دې معنا نه دى چې دوى به نور د شپې له خوا عمليات نه کوي او دا چې د اړتيا په وخت کې به د دوى ځواکونه د شپې عمليات هم ترسره کړي.

دغه ورځپاڼه وړاندې بيا پر هغو بدو اغېزو خبرې کوي، چې د شپې عملياتو د افغانستان خلکو، حکومت او بهرنيو ځواکونو ته درلودل او په دې باور ده چې د شپې د عملياتو درېدل د افغان دولت د خپلواکۍ او پر افغان ځواکونو د باور سبب شوي دي او د دغو عملياتو ترسره کېدل به د افغانستان د خلکو او ګاونډيو هېوادونو په منځ کې د امريکا او نړيوالې ټولنې په اړه د بې باورۍ سبب شي.

ملي باور ورځپاڼه همدارنگه په دې اند ده، چې که د ايساف ځواکونو د دغه وياند په خبره، بهرني ځواکونه د شپې د عملياتو د درېدو په اړه له شوي هوکړه ليکه په شا شي، نو افغانان به پر نړيوالې ټولنې لا بې باوره کړي او د ورځپاڼې په خبره به د دوى پر وړاندې تاوتريخوالى نور هم زيات کړي.

د ويسا ورځپاڼه هم په دې اند ده، چې د تګلارو له بدلون پرته د تړونونو لاسليك هېڅ معنا نه لري او له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليک په اړه د ګاونډيو هېوادونو غبرګونونو ته په اشارې سره په دې اند ده چې د ګاونډيو دريځ په دې اړه طبعاً د دوى د خپلو ګټو پر بنسټ دى، هغوى د افغان ولس له غمه مړه نه دي.

ويسا ورځپاڼه په دې نظر هم ده، چې که څه هم له امريكا سره د داسې ملګرتيا او تړون چې د افغان ولس حيثيت په كې خوندي وي، د سر، مال او ابرو امن يې تضمين وي، دا د ولس په خير دى او هېڅ افغان به يې مخالفت ونه كړي، خو وړاندې ليکي چې د نړۍ د يوازېني لوى ځواك د دعوه دار پوځي اډې په يوه هېواد كې كومه عادي او ساده خبره نه ده، كه دغسې اډې د يو لړ منل شويو دوه اړخيزه اصولو په رڼا كې نه وي، كه يې د فعاليت، واك او څرنګوالي ټول اړخونه معلوم نه وي، د هغو په باب به خامخا په ولس كې اندېښنې او پوښتنې وي.
ويسا ورځپاڼه په دې باور هم ده چې په ملي او سيمه ييزه كچه د را پورته شوو غوغاوو ځواب يوازې د افغان او امريكايي چارواكو پر وضاحتونو نه شي ترسره كېداى او د ورځپاڼې په خبره دې ته اړتيا ده چې اوس عملاً افغان ولس له امريكا سره د ستراتيژيك سند د لاسليك كېدو مثبتې اغېزې احساس كړي.

د افغانستان ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د سند د لاسليک مثبتو اغېزو ته پاملرنه کړې او په دې اند ده چې د دغه تړون په متن کې نه يوازې د افغانستان ټوليزې ګټې په پام کې نيول شوې دي، آن چې د ورځپاڼې په خبره د ولسمشر کرزي شخصي اندېښنې د شپې د عملياتو، د نظام د بدلون او تر ٢٠١٤ کال وروسته د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه هم په کې په پام کې نيول شوې دي.

د افغانستان ورځپاڼه دې ټکې ته په پاملرنې سره، چې د ستراتيژيکو همکاريو سند، ولسي جرګې ته د تصويب په موخه استول شوى دى، د پارلمان له غړو هيله لري ترڅو له هغو وړو مسايلو تېر شي چې د ورځپاڼې په خبره د دغه سند په متن کې شته دي او هغه سترو ګټو ته په پاملرنې سره، چې د دغه سند د لاسليک له لارې د افغانستان په نصيب کېږي، د دغه سند په تصويب کې له ځنډ نه کار وانه خلي.

د خدمتګار ورځپاڼه هم د ستراتيژيکو اړيکو د سند په اړه د ګاونډيو هېوادونو غبرګونونو ته په پاملرنې سره په دې اند ده چې د افغانستان دولت نور بايد شا ته ونه ګرځي او د ورځپاڼې په خبره، له امريكا سره ستراتيژيك تړون افغان دولت ته دا ځواك بښي چې په خپلو تېرو پاتې راتلنو يو ځل بيا توقف او غور وكړي او يو قدم مخته عمل وكړي.

د خدمتګار ورځپاڼه د ستراتيژيك تړون په غبرګون كې د ايران او پاكستان له خوا په افغانستان كې د جاسوسي او تخريبي فعاليتونو د زياتېدو اټکل ته ګوته نيسي او په دې اند ده چې افغان دولت بايد د ايران او پاكستان د دغو ګواښونو پر وړاندې خپله د چټك استخباراتي غبرګون وړتيا هم پياوړې كړي.

د ماندګار ورځپاڼه بيا له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند په څېړلو سره ولسمشر کرزى، د دغه سند په ناسم لوستلو تورنوي او په دې نظر ده، چې ولسمشر کرزى د دغه سند په خپله خوښه تعبيرولو سره او د دغه سند د متن د ځينو برخو په تحريف سره دعوه کوي، چې له امريکا سره تفاهم شوى ترڅو هغوى په افغانستان کې له رياستي متمرکز نظام څخه ملاتړ وکړي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.