Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې د مالي او حسابدارۍ انسټيټيوت فعال شو

کلات (پژواک ١٩ غويى ٩١): د زابل ولايت د پوهنې د رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره په تخنيکي برخه کې يو انسټيټيوټ په فعاليت پيل وکړ.

د دغه ولايت د پوهنې رييس رحيم الله لودين د غويي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه انسټيټيوټ کې به محصلينو ته په مالي او اداري چارو کې روزنه ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه انسټيټيوټ تېر کال د زابل لپاره منظور شوى و، خو تر اوسه نه و فعال، د خلکو په غوښتنه او د دوى په هڅو پرانيستل شو.

هغه وايي، چې په دغه انسټيټيوت کې اوس مهال ۵۰ زده کوونکي شامل شوي او دغه شمېر به تر ۱۰۰ محصلينو پورې ورسوي.

لودين وويل، چې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارت د همکارۍ له مخې، سږ کال د زابل ولايت د ۱۲ ټولګيو فارغين بې له کومې ازموينې د نيمه لوړو زده کړو په دغې موسيسه کې منل کېږي.

د ده په خبره، چې په دغه انسټيټيوت کې د تدريس لپاره درې مسلکي استادان هم مقرر شوي، خو د ځاى د نشتوالي ستونزه لري.

هغه وايي، چې دغه انسټيټيوټ به د اوس لپاره په يوه کرايي کور کې خپل فعاليت کوي، تر هغه چې ودانۍ ورته جوړيږي.

د دغه انسټيټيوټ يوه محصل غلام نبي پژواک اژانس ته وويل، چې بايد ډېر مخکې لا دغه انسټيټيوټ پرانيستل شوى واى.

نوموړي وويل، چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې پوهنځي او حتى پوهنتونونه منظور شوي او فعاليت يې پيل کړى خو زابل تر اوسه يو انسټيټيوټ هم نه درلود.

غلام نبي د پوهنې او لوړو زده کړو له وزارتونو غوښتنه وکړه، چې بايد زابل ته پوهنځي هم منظور کړي؛ ځکه د دغه ولايت د لېسو يو شمېر فارغين د اقتصادي، امنيتي او کورنيو ستونزو له امله نه شي کولاى چې د لوړو زده کړو لپاره نورو ولايتونو ته ولاړ شي.

په زابل ولايت کې د نيمه لوړو زده کړو دغه موسسه په داسې حال کې پر فعاليت کوي چې تر دې وړاندې يواځې په کلات او شاه جوى ولسوالۍ کې دوه دارالمعلمينونو فعاليت درلود.

تېره اونۍ د پوهنې د رياست چارواکو د هغو زده کوونکو لپاره چې د اقتصادي ستونزو له کبله د ورځې له خوا ښوونځيو ته نه شي تلاى، د شپې د لېسې پرانيسته هم وکړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.