Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اجمل خټک مزار په بمونو  والوځول شو

جلال اباد ( پژواک ۲۰ غویی ۹۱ ) : نامعلومو کسانو د پښتو ژبې  د وتلي شاعر اوملتپاله سیاستمدار  اجمل خټک مزار نن ماخوستن په بمونو والوځاوه.

اجمل خټک دوه کاله مخکې د ورپيښې ناروغۍ له امله پحق رسیدلی و او  د کوزې پښتونخوا د نوښار په اکوړه خټک سیمه کې خاورو ته سپارل شوی و.

د نوښار د پولیسو مشر محمود حسین د غویي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماخوستن په ځایي وخت په اتو بجو رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه چې نامعلومو کسانو د اجمل خټک پر قبر نوي جوړیدونکي مزار کې چې د بشپړیدو په وروستیو مراحلو کې و، بمونه ایښي وو او د ریموټ کنټرول په وسیله یې چاودنه ورکړې ده.

نوموړی وایي چې پولیس سیمې ته رسیدلي او د پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د اجمل خټک زوی ایمل خټک د پيښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل چې دی نه پوهیږي دغه کار به چا کړی وي.

هغه زیاته کړه : (( زما پلار د خپل ولس لپاره مبارزه کړې وه ، له کومې وسلوالې ډلې یا حکومتونو سره یې تړاو نه درلود، دهغه مزار د پښتو او سوله پالو ددښمنانو لخواالوځول شوی دی.))

ایمل خټک ددې پيښې د غندنې ترڅنګ وویل چې دوی به د خپل پلار لخوا پيل شوې مبارزې ته ادامه ورکوي.

د کوزې پښتونخوا ملتپاله سیاستمدار افضل خان لالا د اجمل خټک د مزار په بمونو د الوځولو پيښه وغندله او دا یې د هغو خلکو کار وباله چې پښتنو سره دښمني نه لری.

هغه زیاته کړه  ، څوک چې مسلمان او پښتون وي، دا کار نه ترسره کوي.

دافغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د خپلې جرګې او افغانانو په استازیتوب دغه کار وغندله.

هغه زیاته کړه چې اجمل خټک پیاوړی پښتون سیاستمدار او شاعر و چې د لر او بر پښتنو ورته زیاته احترام درلود.

اجمل خټک د کوزې پښتنونخوا د نوښار د اکوړه خټک په سيمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې وې.

هغه تر اتم ټولګي پورې په خپل کلي کې زده کړې وکړې او بيا د پېښور په عالي ښوونځي کې شامل شو، خو دا چې اجمل خټک په ځينو سياسی چارو کې فعال ښکېل و، نو په دې تور، چې انګريزي ضد فعاليتونه کوي، د وخت د حکومت لخوا له ښوونځي نه ووېستل شو.

خو له پوهې سره مينې، دى غلى نه کړ او په شخصي توګه يې لوست ووايه؛ عربي، پښتو او فارسي ژبې يې ولوستې، انګريزي ژبه يې هم زده کړه او پوهنتون ته يې د ازموينې په ورکولوسره، پيل وکړ.

خو له ازموينې څخه راووېستل شو او زنداني يې کړ، ده په زندان کې هم زده کړه وکړه او له همغه ځايه يې ازموينې ورکړې، ځکه يواځې د ازموينې په ورځ يې اجازه ورکوله، چې له زندان څخه ازموينې ته ورشي.

خټک، له زندان څخه وروسته پېښور پوهنتون ته بريالى شو. بيا ونيول شو او دا ځل يې د مچ مشهور زندان ته بوته، خو بيا يې هم لوست ته شا نه کړه او له همغه ځايه يې د فلسفې او ارواپوهنې ازموينه ورکړه.

له ١٩٤٢ څخه تر١٩٤٤ زېږديز کال پورې يې سياسي فعاليت کاوه او له ستونزو سره هم ډېر مخ و، خو په ١٩٤٧ کال کې پاکستان جوړ شو او د دده ستونزې د پخواپه پرتله په کمېدو شوې. نوموړى د نېشنل عوامي ګوند منشي هم پاتې شوى دى.

د ښوونکي دنده يې ترسره کړې او په پېښور راډيو کې يې هم کار کاوه او پروګرامونه به يې ورته ليکل، خو د ژوند ډېره برخه يې ليکنې ته ځانګړې کړې ده. اجمل خټک مشهورشاعر اوليکوال و د هغه ١٣ کتابونه او ١٨ رسالې چاپ شوې دي.

ځينې کتابونه يې په ارود ژبه هم ليکلي دي. لومړنى کتاب يې د غيرت چيغه نومېده. نور کتابونه يې د ژوند چيغه، ژوند او خوند، ګلونه او تکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غونچې، د ژوند خاطرې او ځينې نور دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.