کابل ښار (پژواک ٢١ غويى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيې لوېدلې، د وريجو بيې لږ لوړې شوې خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي.
د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠ څخه ٢١٥٠ افغانيو او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٩٠٠ څخه ١٨٠٠ افغانيو ته را لوېدلې ده.
ده وويل، چې په کابل کې د سرو زرو بيې په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو له بيو سره تړلې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رييس حاجي فضل الرحمن وايي، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د وريجو بيې لږ لوړې شوې خو د لومړنيو خوارکي توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.
دى وايي چې نن د ٥٠ کيلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٩٠٠ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې تېره پنجشنبې ٢٨٠٠ افغانۍ وه.
هغه وويل، له دې امله چې افغانستان ته ډېرې د اړتيا وړ وريجې له پاکستان څخه راوړل کېږي او هلته د وريځو فصل پاى ته رسېدلى، چې له امله يې دلته بيې لوړې شوې دي.
خو نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې د عمده پلور بيه ١٨٥٠ افغانۍ، د پنځوس کيلويي بورۍ پاکستاني اوړو بيه ٩٩٠ افغانۍ، د ٥ کيلو سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار د دويم پروان په سيمه کې يو هټۍ وال شاکر وايي، چې په پرچون ډول ٥٠ کيلويي لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٩٨٠ افغانۍ او ٥٠ کيلويي برازيلۍ بوره په ١٩٨٠ افغانيو پلوري.
هغه زياته کړه، چې ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني اوړه په پرچون ډول په ١١٠٠ افغانۍ، ٥ کيلويي پيپ سپين غر غوړي په ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢٢٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.
په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په څېر د سون توکو په بيو کې هم بدلون نه دى راغلى.
د تايمني پروژې د پنځم سړک د ګاز يوه پلورنکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو ګاز په ٤٥ افغانيو پلوري.
د تايمني څلورلارې د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمد صديق وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل په ٦٣ افغانۍ او پټرول په ٦٥ افغانۍ پلوري.
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې د مشر محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،١٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٤٧ افغانۍ ده.
تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٤٧ افغانۍ وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP