Language

د ملي اردو يوه افسر درېيو امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

اسعد اباد ( پژواک ٢٢ غويى ٩١ ) : د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه افسر په خپله پوسته کې پر امريکايي ځواکونو ډزې وکړې، يو يې وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

 د غازي اباد ولسوال عبدالوهاب د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د ولسوالۍ په جلاله پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ،چې تر لفظي شخړې وروسته د ملي اردو يوه افسر پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې، يو يې وژلى او دوه يې ټپيان کړي  او پخپله په تېښته بريالى شوى دى.

د غازي اباد ترڅنګ د ناړۍ ولسوالۍ ولسوال ګل زمان پژواک اژانس ته وويل چې بريد کوونکى محمود نومېږي او  د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

د نوموړي په وينا، محمود په رتبه کې بريدمن افسر دى او ٢٠ ورځې مخکې دې ولايت ته تبديل شوى و.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملي اردو په يونيفارم کې يوه تن ددوى پر سرتېرو ډزې کړي او يو تن يې وژلى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

په ختيځو ولايتونو کې د ايساف او ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفترونو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

وسلوالو طالبانو بيا ادعا کړې، چې دغه سرتېري له دوى سره لاره لرله او ددوى لخوا دې کار ته هڅول شوى و.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نوموړى له دوه ميله وسلې سره په تېښته بريالى او له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

د يادونې  ده ،چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې داډول پېښې زياتې شوې دي.

تېره اونۍ په هلمند ولايت کې هم د ملي اردو  د يوه سرتېري لخوا يو امريکايي سرتېرى وژل شوى و.

 

Related Topics