Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کلات (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو له لوري په ترسره شوو عملياتو کې د شينکۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال وژل شوى دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د غويي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د ځانګړو پوليسو له خوا ترسره شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې عمليات د زابل د شينکۍ ولسوالۍ د سپيدار په کلي ترسره شوي، چې په پايله کې يې د طالبانو له خوا د شينکۍ لپاره ټاکل شوى ولسوال ملا عبدال وژل شوى او مړى يې هم له پوليسو سره دى.

د شېرزاد په وينا، په عملياتو کې يو بل تن هم له يوې مخابرې، دوو ريموټ کنټرول ماينونو او يوه اندازه نورو مهماتو سره ژوندى نيول شوى او اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي.

د ده په خبره، چې په عملياتو کې پوليسو او ملکي کسانو ته زيان نه دى رسېدلى.

امنيه قوماندان همدارنګه وويل، چې پوليسو نن سهار د ګزمې پر مهال د کلات ښار اړوند د نورک په سيمه کې دوه وسلوال غله ژوندي نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې نيول شوو غلو د کابل-کندهار پر لويه لاره څو ۳۰۳ موټرونه درولي وو او غوښتل يې چې مسافر لوټ کړي، خو پوليسو لاس په لاس نيولي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دولت د يادې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو پر حکومتي او بهرنيو عسکرو د ګڼو بريدونو ادعا کوي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه او پرون ماسپښين يې د زابل په کلات او شاه جوى کې په بېلابېلو بريدونو او چاودنو کې تر شلو زيات کورني او بهرني سرتېري وژلي دي.

خو د زابل امنيه قوماندان د وسلوالو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې.

په دې وروستيو کې د زابل په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې چې په کې دولتي چارواکي د زياتو لاسته راوړنو ادعاوې کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.