کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د روان کال په تلې مياشت کې د امو سيند له نفتي حوزې څخه د تېلو استخراج پيلېږي.
دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د غويي په٢٦مه،په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج او اکتشاف تړون تېر کال د مرغومي په ٧مه، د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) ترمنځ لاسليک شوى دى.
شهراني وايي، چې د چين د نفتو ملي شرکت د امو سيند د نفتي حوزې د استخراج او اکتشاف لپاره د خپلو وسايلو زياته برخه افغانستان ته رالېږدولې او د کاري مهال وېش له مخې به د دې حوزې د نفتو استخراج د روان کال د تلې مياشتې په لومړيو کې پيل کړي.
هغه وويل چې د امو سيند له نفتي حوزې څخه د تېلو د استخراج کچه به په لومړيو کې په ورځ کې پنځه زره بېرله وي، خو وروسته به ٤٥زره بېرلو ته لوړه شي.
که څه هم شهراني د امو سيند په نفتي حوزه کې د تېلو کچې په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو هغه شاوخوا درې مياشتې مخکې پژواک ته ويلي و، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د شوې سروې له مخې، د (اموسيند او افغان تاجک) په نفتي حوزو کې ١٥ تريليون متره مکعب نفتي توکي اټکل شوي دي.
يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شته.
دغه راز د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د نفت او ګازو شپږ لويې حوزې (د امو سيند حوزه، د افغان تاجک نفتي حوزه، د کشکه نفتي حوزه، په هرات کې د تېرپل په نوم نفتي حوزه، د کټواز نفتي حوزه او د هلمند نفتي حوزه) شته.
دا مهال په افغانستان کې د نفتو استخراج نشته.
شهراني وويل، چې د افغان تاجک نفتي حوزې د نفتو کچې د معلومولو پلټنې، چې د تېرا سايز کاناډايۍ کمپنۍ له خوا ترسره شوې، هم پاى ته رسېدلې دي.
د هغه په وينا، دغه پلټنې د امريکا د متحدو ايالتونو د ١٢،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په مرسته په ٤٨٠ کيلومتره مربع ساحه کې ترسره شوې، چې پايلې به يې په راتلونکو دوو اونيو کې د کانونو د برخې کارپوهانو تر ارزونې وروسته اعلان شي.
د کانونو وزير وويل، په پام کې لري چې په ١٣٩٢ کال کې د کټواز نفتي حوزې د سروې چارې هم پېل کړي.
سرچينې هيله څرګنده کړه، چې افغانستان به په راتلونکو نږدې کلونو کې د تېلو له اړخه پر ځان بسيا هېواد وي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال په پوځي او ملکي برخو کې په کال کې درې ميليونه ټنه تېلو ته اړتيا لري، چې ټول له بهر څخه واردوي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن