ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
16 May 2012 - 12:02
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
16 May 2012 - 12:02

کابل ښار (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو بېلابېل موضوعات څېړلي، چې غټ سرټکي يې له المان سره د اوږد مهاله ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليک، د شيکاګو راتلونکى کنفرانس، له افغانستان څخه د اروپايي ټولنې غوښتنې او له پوهې او معارف سره د ځينو کړيو دښمني شمېرل کېږي.

د هشت صبح ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې له جرمني سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون په اړه چې ټاکل شوې نن د ولسمشر کرزي او د جرمني د صدراعظمې مېرمن انګلا مېرکل ترمنځ لاسليک شي، بحث کړى او په دې اند ده چې د افغانستان او د هغه د نړيوالو متحدينو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړونونو لاسليکېدل، د کابل او د هغه د نړيوالو متحدينو ترمنځ تر ٢٠١٤ کال وروسته د تعامل بڼه روښانه کوي.

هشت صبح ورځپاڼه په دې باور هم ده چې د افغانستان او د هغه د نړيوالو متحدينو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړونونو لاسليک، کولاى شي دغه ډاډ رامنځ ته کړي چې افغانستان به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم د نړيوالې ټولنې او سترو ځواکونو د پاملرنې په مرکز کې پاتې شي.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې هيله ښيي چې د دغو تړونونو لاسليک به له افغانستان څخه د پانګو او مغزونو له تېښتې مخنيوى وکړي، له افغان دولت څخه غواړي ترڅو د هغو ژمنو د ترسره کولو لپاره چې له امريکا او جرمني هېوادونو سره يې د ستراتيژيکو تړونونو په ترڅ کې د ښې حکومتدارۍ او له اداري او مالي فساد سره د مبارزې په اړه کړې دي، يو قاطع او تاريخي پرېکړه وکړي او له فساد سره مبارزه وکړي.

همدارنګه هېواد دولتي ورځپاڼه هم له جرمني سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون لاسليک ته په کتنې سره، دغه تړون د افغانستان لپاره ګټور ګڼي او په دې اند ده، چې افغانستان به د جرمني په څېر له سترو صنعتي هېوادونو سره د همکاريو په سيوري کې، پر خپل ځان باور ترلاسه کړي او د دغو همکاريو په ترڅ کې به افغان ځواکونه هم پياوړي شي.

د هېواد ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام د افغانستان او جرمني ترمنځ د اړيکو تاريخ څېړي او په دې اند ده چې د افغانستان لپاره د بن لومړۍ او دويم کنفرانس چې په جرمني کې جوړ شوي وو، د افغانستان او دغه هېواد په اړيکو کې مهم پړاوونه شمېرل کېږي.

د ملي باور ورځپاڼه هم له جرمني هېواد سره د ستراتيژيکو اوږدمهاله همکاريو د تړون لاسليک ته په پاملرنې سره پوښتنه کوي چې څه ډول کولاى شو، له ستراتيژيکو تړونونو څخه ګټه پورته کړو.

 ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده چې د نړۍ له هېوادونو سره د ستراتيژيکو اړيکو تړونونو لاسليک، په راتلونکي کې په نړيوال ډګر کې د افغانستان شتون تعريفوي او له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو همکاري او ملګرتيا په ډاګه کوي.

ملي باور ورځپاڼه همدارنګه د افغانستان په چارو کې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې ته په پاملرنې سره په دې اند ده، وروسته تر دې چې افغانستان خپل نړيوال دوستان وموندل، نو د سيمې له هېوادونو سره دې داسې پروژې په کار واچوي چې د هغوى ګټې د افغانستان له ثبات سره وتړل شي.

د ملي ارمان ورځپاڼې بيا د افغانستان لپاره د شيکاګو د کنفرانس پر اهميت بحث کړى او د دې موضوع د څېړنې په ترڅ کې، چې څنګه کولاى شو له دغه کنفرانس څخه ډېره استفاده وکړو؟ په دې نظر ده چې د افغانستان د ځينو هغو ستونزو د حل لار چې په راتلونکي کې به دغه هېواد ورسره لاس او ګرېوان وي، د افغانستان له مسايلو سره د دغه کنفرانس د چلند په څرنګوالي پورې اړه لري.

 دغه ورځپاڼه دې موضوع ته په پاملرنې سره چې د دغه کنفرانس د بحث اساسي موضوع د افغان امنيتي ځواکونو شمېر او څرنګوالي ته ځانګړې شوې ده، په دې اند ده چې د افغان امنيتي ځواکونو په شمېر کې هر ډول کمښت، په اوږدمهال کې موږ له ستونزو سره مخ کولاى شي او له د ښمنانو سره په مقابله کې به زموږ ستونزې لکه څه ډول چې دي، دوام وکړي.

ملي ارمان همدارنګه ليکي، دا مهمه ده چې د هېواد مشرتابه په دغه کنفرانس کې د هېواد پر مهمو مسايلو باندې بحث، له طالبانو سره د خبرو اترو د بحث په څېړلو سره، حاشيې ته ونه غورځوي چې په هغه صورت کې به د ورځپاڼې په ليکنه زموږ خلک هم له خپلو موخو لرې پاتې شي او هم به مقصد ته ونه رسېږي.

د دنيا او سرنوشت دواړو ورځپاڼو د خپلو نننيو ګڼو په سرمقالو کې د هېواد د پوهنې او معارف پر وړاندې شته ګواښونو او ننګونو ته ځانګړې کړې دي او هرې ورځپاڼې له خپل ليدلوري څخه دا ګواښونه او له هغو سره د مقابلې لارې څېړلې دي.

د دنيا ورځپاڼه له ښوونځي او معارف سره دښمني، د جهالت غوښتنې بربڼده څېره ګڼلې ده او د معارف او پوهنې پر اهميت يې د بحث په ترڅ کې هغه اقداماتو ته هم اشاره کړې، چې د حکومت له خوا د هېواد په کچه د پوهنې او معارف د پياوړتيا لپاره ترسره شوي دي.

د دنيا ورځپاڼه د دولت وسلوال مخالفين له معارف سره په دښمنۍ، د ښوونځيو بندولو او سوځولو تورنوي له ولس څخه هيله لري ترڅو د ښوونځيو او نورو عام المنفعه تاسيساتو د ساتنې لپاره له دولت سره همکاري وکړي.

د سرنوشت ورځپاڼه هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښوونځيو د سوځېدنې او بندېدو موضوع ته په پاملرنې سره او همدارنګه په ځينو ولايتونو کې د ښوونځيو د ماشومانو د مسمومېدو پېښو ته په کتنې سره، له پوهنې او معارف سره د ښمني د يو ويشتمې پېړۍ يو ستر جنايت ګڼي او د هغې د مخنيوي پر لارو چارو د بحث غوښتنه کوي.

سرنوشت ورځپاڼه په دې نظر ده، چې په افغانستان کې د ښوونځيو د تړلو، يا سوځولو او د ښوونکو او زده کوونکو پر وړاندې د ګواښونو او ستونزو د پيدا کولو مسئله يوه پېچلې مسئله ده او ليکي چې که څه هم ډېر کله د ښوونځيو د سوځولو، تړلو او د ښوونکو او زده کوونکو پر وړاندې د خنډونو پړه پر وسلوالو طالبانو ورغورځول کېږي، خو وسلوال مخالفين د کمو داسې پېښو مسووليت اخيستو ته چمتو شوي او ډېرې داسې پېښې يې رد کړې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.