کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له امنيتي منسوبينو پرته هېڅوک حق نه لري ، چې په ټول هېواد کې درنې وسلې له ځانه سره وګرځوي.
د کورنيو چارو وزارت لخوا د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، په دی وروستيو کې ليدل کېږي، چې يو شمېر لوړ پوړي دولتي او غير دولتي اشخاص په خپلو موټرو کې له خپلو ساتونکو سره درنې وسلې په ښار کې ګرځوي.
سرچينه زياتوي ، چې د دې ډول اشخاصو دا عمل د مزاحمت او د عامه نظم د ګډوډۍ لامل کېږي .
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ښارونو کې د نظم د ټينګښت په موخه، د پوليسو د قانون او په دې اړه د ولسمشر د حکم له مخې، د کورنيو چارو وزارت له دغه ډول وسلو سره په ښارونو کې په تګ راتګ بندېز لګوي .
د کورنيو چارو وزارت ويلي : ((ټول حقيقي او حکمي اشخاص حق نه لري ، چی په ښارونو کې د پيکا، راکټ او بم اچونکې وسلې وګرځوي ،ټول امنيتي منسوبين ، چې د رسمی دندو د اجرا په حال کې دي له دې امر څخه مستثنی دي.))
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي ، ټول حقيقي او حکمي اشخاص، چې د خپلو وسلوالو ساتونکو سره په ښارونو کې تګ راتګ کوي، حق نه لري چی لارې، څلور لارې، رستورانټونواو د عامه وګړيو د تګ راتګ د بهير خنډ وګرځی او ياهم د ترافيکي بهير د خنډ لامل شي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي ، چې له دې امر څخه د سرغړونې په صورت کې ددغو خلکو وسلې د پوليسو لخوا راټولې او سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي .
د کابل ښار اوسېدونکي د کورنيو چارو وزارت د دغه اقدام هرکلى کوي.
يو شمير ښاريان وايي چې په ښار کې د لوړ پوړو دولتي او غير دولتي چارواکيو د وسلوالو کاروانونو تګ راتګ د خلکو په منځ کې ويره خوروي.
د کابل ښار يو تن اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل،چې څه موده دمخه د تايمني پر سړک يې د ډاټسن موټرو په ګډون اووه ، اته موټر وليدل، چې په شخصي جامو کې په راکټ او پيکا سمبال مخ پټي وسلوال په کې ناست و.
هغه زياتوي، چې دى په يو ټکسي کې سپور و، دغه کاروان ، چې په منځ کې يې درې کروزين په يو ډول ښکارېدل ، د شېر پور سيمې خوا ته وګرځېدل، کله چې له نورو سورليو څخه يې وپوښتل، دوى وويل، چې دا د جنرال دوستم کاروان وو.
دغه ښاري وايي: (( کله چې زه دغسې يو حالت ګورم، داسې فکرکوم، چې کابل ښار يوځل بيا د مجاهدينو په وخت بدل شوى دى .))
د هغه په وينا، نه يواځې داچې په ښار کې دلوړ پوړو دولتي او غير دولتي چارواکيو د وسلوالو کاروانونو ګرځېدل د خلکو په منځ کې وېره خوروي ، د ترافيکي ستونزو لامل هم کيږي.
د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړونده د ميرويس ميدان سيمې يو تن اوسېدونکى ادريس احمد هم وايي ،چې په ښار کې د درنو وسلو ګرځول عام شوي دي.
هغه زياتوي : (( هماغه پخوانۍ د مجاهدينو دوره بېرته راګرځېدلې ده، هر وکيل ، سوداګر او چارواکي سره درنې وسلې وي او په ښار کې خلکو ته مزاحمت جوړوي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP