Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درې وسلوال طالبان او يو ملکي وګړى وژل شوي

کلات (پژواک ٣٠ غويى ٩١): چارواکي وايي چې د زابل په نو بهار ولسوالۍ کې د دوو چاودنو له امله درې طالبان او يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

د نو بهار ولسوال وزيرمحمد جوادي د غويي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دواړه پېښې تېره  ورځ رامنځ ته شوې دي.

د هغه په وينا، لومړۍ پېښه د نو بهار ولسوالۍ د لوړګي په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسلوال طالبان د ماين پر خښولو بوخت وو او پرې وچاودېد.

نوموړي زياته کړه، چې په دغې چاودنه کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان د ملا زلمي په نوم له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

ولسوال وويل، چې دويمه چاودنه هم د نوبهار او شينکۍ ولسوالۍ په سرحدي سيمه روغاني کې رامنځ ته شوې ده.

وزيرمحمد جوادي زياته کړه: ((يو ماين د ملکي خلکو پر موټرسايکل چاودېدلى، چې له امله يې يو ملکي کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.))

د ده په خبره، د پېښې قربانيان د سليمانخېلو د کلي اوسېدونکي وو او ټپيان په سيمه کې نږدې روغتون ته وړل شوي دي.

ولسوال زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د نو بهار ولسوالۍ پر يو شمېر لارو ماينونه ځاى پر ځاى کړي چې افغان امنيتي ځواکونه يې د شنډولو لپاره هڅې کوي.

د ده په خبره، د دغو هڅو په لړ کې تېر مازيګر دوه ماينونه، چې د يادې ولسوالۍ د ښهاکو په سيمه کې خښ شوي وو، امنيتي ځواکونه کشف او له منځه يوړل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

خو قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې نن سهار يې په دوو بېلابېلو چاودنو کې د کلات ښار په مربوطاتو کې اته افغان سرتېري وژلي دي.

بلخوا د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د وسلوالو طالبانو دغه ادعا رد کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.