Language

د پاکستان د تېرې شپې بمباري؛ کابل کې څلور کسان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۴): یوه باوري سرچینه وایي چې د کابل ښار د څرخي پله سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه برید تېره شپه د کابل ښار د ۲۱ مې حوزې په ۲۳ او ۲۴ ګذرونو کې شوی دی.
په یاد برید کې دغه‌راز څلور کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ځیني نور نیمه تخریب شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي: «د تېرو تېریو او جنایتونو په دوام، یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژیم پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمباري کړې ده.»
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاتوي چې په ځینو ځایونو کې د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې له امله یې ښځې او ماشومان شهیدان شوي او په ځینو نورو سیمو کې تشې دښتې هدف ګرځول شوې دي.
مجاهد لیکلي: «د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ لسیزه او د اختر په درشل کې دا ډول ظالمانه تېری ښيي چې هغوی هېڅ انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو ته پابند نه دي.»
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت دغه جنایت او ښکاره تېری پر سختو ټکو غندي او دا ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه شي.