ژبه

د اکمالاتي کاروان پنځه ساتونکي ووژل

نسيم هوتک

۱ غبرګولی ۱۳۹۱ - ۱۴:۲۹

Views: ۱۵۵

کلات (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): چارواکي وايي، چې د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ پنځه ساتونکي وژل شوي دي.

د شهرصفا ولسوال ښادي خان د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه مهال رامنځ ته شوه.

د ده په خبره، د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان د ساتونکو يو سرف موټر د سړک پر غاړه پر خښ شوي ماين وخوت، چې له امله يې د يادې امنيتي کمپنۍ پنځه ساتونکي ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، چې ساتونکو غوښتل د کاروان د خونديتوب لپاره د شهرصفا ولسوالۍ د پولادګي په سيمه کې يوې غونډۍ ته وخېژي، چې  خښ شوى ماين پرې وچاودېد.

ولسوال وويل: ((په چاودنه کې په موټر کې سپاره ټول وژل شوي او سرف موټر يې هم په بشپړ ډول له ويجاړ کړى دى.))

د هغه په وينا، له پېښې وروسته امنيتي ځواکونو د پېښې په ځاى کې پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دي نيولي.

د پېښې يوه عيني شاهد عبدالمقيم پژواک اژانس ته وويل، چې زورورې چاودنې په سرف موټر کې سپاره کسان ټوټې ټوټې کړي او د پېژندلونه دي.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې په سيمه کې د وړو وسلو د ډزو غږونه هم واورېدل شول، خو معلومه نه شوه چې دا ډزې چا وکړې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 

د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې په دوو چاودنو کې درې افغان سرتېري وژل شوي وو او دوه نور ټپيان وو.