ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: نه غواړو د نړيوالو پر اوږو بار و اوسو

حامد کرزى: نه غواړو د نړيوالو پر اوږو بار و اوسو

author avatar
21 May 2012 - 00:55
حامد کرزى: نه غواړو د نړيوالو پر اوږو بار و اوسو
author avatar
21 May 2012 - 00:55

شيکاګو (پژواک ۳۱ غويى ۹۱): ولسمشر حامد کرزى وايي، افغانان غواړي په خپلو پښو ودرېږي او د دې لپاره چې د نړيوالو پر اوږو بار نه وي غواړي د امنيت د لېږد پروسه په خپل وخت بشپړه شي.

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د شيکاګو غونډې له پيلېدو مخکې له ولسمشر بارک اوباما سره تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې له ولسمشر اوباما سره يې ګټورې خبرې وکړې او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت به خپلو ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه په خپل وخت کې بشپړه کړي.

حامد کرزي زياته کړه: ((دا ډېره مهمه ده چې د لېږد پروسه ژر بشپړه شي، څو له دې وروسته افغانستان د نړيوالو پر اوږو بار نه وي.))

نوموړي د ولسمشر بارک اوباما له دغه نظر سره موافقه وکړه، چې د افغانستان جګړه بايد نوره پاى ته ورسېږي او زياته يې کړه چې افغانان بايد نور په خپل ځان بسيا شي.

هغه وويل: ((دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه له افغانانو سره تر هغې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، څو پورې چې افغانستان او افغانان په خپلو پښو ودرېږي.))

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپلو خبرو پر مهال افغانستان ته د خپل وروستي سفر او د ستراتيژيک سند لاسليک کول ياد کړل او ويې ويل چې دواړه هېوادونه د خپلو ولسونو د ښې راتلونکې لپاره پر دغه سند لاسليک کړى دى.

هغه زياته کړه، چې افغانستان او امريکا بايد په ګډه نور هم سخت کارونه وکړي، څو هغه لاسته راوړنې چې په تېرو لسو کلونو کې ترلاسه شوې دي، وساتل شي.

اوباما وويل: ((موږ په تېرو لسو کلونو کې د افغانانو د سختو کارونو ستاينه کوو، خو دواړه هېوادونه بايد په دې برخه کې نور هم سخت کارونه وکړي.))

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې اوس هم وژنې کېږي، نورې سختې ورځې په مخکې دي، خو هغه زياته کړه: ((موږ مطمئن يو چې په سمه لاره روان يو.))

د امريکا ولسمشر د ناټو سرمشريزې غونډې په اړه وويل، چې دغه سازمان به له افغانستان سره اوږودمهاله همکاريو او مرستو ته خپلې ژمنې بيا نوې کوي.

هغه زياته کړه، چې د امنيت د لېږد د پروسې پر مهال به امريکا او نړيواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

نوموړي وويل، چې افغان ملي ځواکونه پياوړي شوي او د پام وړ پرمختګونه يې هم کړي دي.

د ۶۰ هېوادونو د ولسمشرانو او لومړي وزيرانو په ګډون د ناټو سرمشريزه غونډه نن په شيکاګو کې پيل شوې او ټاکل شوې ده چې سبا پاى ته ورسېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.