ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
21 May 2012 - 11:42
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
21 May 2012 - 11:42

کابل ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د امريکا د شيکاګو په ښار کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو سرمشريزه او د افغانستان پر مسايلو يې بحث نن بيا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د سرمقالو غټ سرټکي دي او هرې ورځپاڼې په دې اړه له خپل ليدلوري څخه تبصرې کړې دي.

د چراغ ورځپاڼه په افغانستان کې د ناټو تړون نن او سبا تر سرليک لانې د ناټو هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشرېزه څېړلې او په دې اند ده چې دا غونډه په داسې حال کې پيل شوه چې په خپله په شيکاګو کې د جګړې ضد پر څپو او مظاهرو سربېره، د ناټو تړون د غړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اختلاف شتون، د دغه کنفرانس ګډونوال غافلګيره کړي دي.

دغه ورځپاڼه د ناټو تړون د سرمنشي هغه څرګندونو ته هم ګوته نيولې ده، چې په افغانستان کې يې د خپل نوي ماموريت له پيل څخه خبر ورکړى و او په دې اند ده چې د راسموسن له څرګندونو داسې ښکاري چې دغه سازمان په افغانستان کې د ورځپاڼې په خبره د خپل غير متعارف او غير قانوني شتون د غځولو لپاره نورې لارې چارې لټوي.

 چراغ ورځپاڼه همدارنګه پر افغان چارواکو غږ کوي چې د ناټو مشران هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې خپل ټول لګولي لس کلن مصارف، د ستراتېژيکو تړونونو تر نامه لاندې بېرته خپل حساب ته ولېږدوي او د ورځپاڼې په ليکنه زموږ د ولس کاسه به همداسې تشه او د سوالګرۍ لاس به مو همداسې اوږد پاتې شي.

د هشت صبح ورځپاڼه هم د شيکاګو سرمشريزه غونډه څېړلې ده او د ناټو تړون د سرمنشي هغه څرګندونې يې را اخيستې دي چې ويلي يې دي، د شيکاګو په کنفرانس کې په افغانستان کې د ناټو د ماموريت د نوې بڼې پر پيل خبرې کېږي.

 هشت صبح ورځپاڼه په افغانستان کې د ناټو د خپل ماموريت د پاى ته رسولو او له دغه هېواد څخه د خپلو پوځونو د ژر اېستلو په تړاو د ناټو مشرانو ترمنځ شته اختلاف هم څېړي او په دې اند ده چې ځيني اروپايي هېوادونو او د هغو يو شمېر سياستوالو د خپلو هېوادونو سياسي ملاحظاتو او نيوکو ته د افغانستان پر امنيتي وضعيت لومړيتوب ورکړى دى.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو له ماموريت سره د هېوادونو د غير سياسي چلن غوښتونکې ده، په دې باور هم ده چې د ناټو د جنګي ماموريت مسؤولانه پاى ته رسېدل او وروسته هم له افغان امنيتي ځواکونو څخه هر اړخيز ملاتړ، هغه څه دي چې بايد د هغې په اړه د شيکاګو په کنفرانس کې له سياسي ملاحظاتو پرته پرېکړه وشي.

 د ويسا ورځپاڼې هم د شيکاګو په غونډه کې د پرېکړو د اصلي محور په اړه بحث کړى او په دې اند ده چې د ناټو له سرمشريزې مخكې د ولسمشر كرزي او د هغه د امريكايي سيال بارك اوباما ترمنځ دوه پر دوه يو ساعته ليدنه د دې غونډې تر ټولو مهم اړخ دى.

د ويسا ورځپاڼه په دې باور ده، چې په دې دوه پر دوه ليدو كې به ولسمشر كرزي په عجز له بارك اوباما دا غوښتي وي چې نور د ورځپاڼې په خبره پر افغان ولس د مرګونو او ماتمونو دا تور را الوتى توپان تم شي.

د خدمتګار ورځپاڼې هم هغه تضمينونه څېړلي دي چې د دې ورځپاڼې په ادعا، د شيکاګو غونډه له افغان دولت څخه غواړي او ليکي چې د شيكاګو سرمشريزه د افغانستان د راتلونكو ټاكنو د شفافيت، د سولې د پروسې، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په هكله تضمينونه غواړي. 

 خدمتګار ورځپاڼه وړاندې په دې باور ده، دا چې ولسمشر كرزى به لوېديځ د هغوى د غوښتنو په اړه څومره ډاډمن كړاى شي، ډېره مهمه نه ده خو د ورځپاڼې په خبره مهمه دا ده چې دغه خبره يقيني شي چې دغه حكومت به د خپلې نېټې په پوره كېدلو سره له واکه لاس اخلي او له فساد نه لرې حکومت ته ځای پرېږدي.

د سرنوشت ورځپاڼه هم په دې اند ده چې د شيکاګو دا غونډه ښيي چې افغانستان يوازې نه دى او نړيواله ټولنه له دغه هېواد سره د اوږدې مودې مرستو او همکاريو هوډ لري او د دغه کار لپاره د ناټو بې ساري غونډه را غوښتل کېږي.

 سرنوشت همدارنګه دې ټکې ته په اشارې سره چې د شيکاګو غونډې د بحث اصلي موضوع د افغان امنيتي ځواکونو تمويل او تجهيز دى ترڅو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي، په دې نظر ده چې زموږ ستونزه يوازې د افغان امنيتي ځواکونو تمويل نه دى؛ ځکه يوازې د افغان امنيتي ځواکونو تمويل زموږ ټولې ستونزې نه شي حل کولى او د ورځپاڼې په ليکنه، په افغانستان کې زموږ تر ګردو لويه اړتيا سوله او يا يو سياسي جوړ جاړى دى، چې وسله وال مخالفين له جګړې لاس واخلي.

د ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده چې ملت کولاى شي د شيکاګو په غونډه کې ژمنه شوې مرستې له فساد څخه وژغوري او په دې اند ده چې که څه هم د دغو مرستو د سم لګولو او له هغې څخه د سمې استفادې په لار کې ستونزې شته، خو د ورځپاڼې په باور، له اداري فساد سره د مبارزې په تړاو پر افغان حکومت د نړيوالې ټولنې فشار کولاى شي دغه ستونزه تر يوه حده کمه کړي.

 ملي باور ورځپاڼه په دې عقيده ده، چې ملت بايد نور را وېښ شي او له يوې خوا له دولت سره همکاري وکړي او له بل پلوه هم د دولت په چوکاټ کې اصلاحات رامنځ ته کړي؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره حکومتونه له ولسونو جوړ شوي او د ولس اراده کولاى شي حکومت بدل کړي.

 او په پاى کې هم د افغانستان ورځپاڼه د شيکاګو غونډې د متن او حاشيې پر موضوع د بحث په ترڅ کې په دې نظر ده چې د دې غونډې حاشيې هم په خپل ځاى ډېرې حساسې او مهمې شمېرل کېږي او د ورځپاڼې په خبره د شيکاګو غونډې په حاشيه کې د هېوادونو د مشرانو ليدنې کتنې او په تېره بيا د افغان ولسمشر اونورو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ليدنې چې د افغانستان د مسايلو په اړه جوړېږي، د شيکاګو غونډې د متن په اندازه د افغانستان لپاره د اهميت وړ دي.

د افغانستان ورځپاڼه د افغانستان او ترکيې ترمنځ د لاسليکېدونکي ستراتيژيکو همکاريو د تړون په اړه په دې اند ده چې د افغانستان او بل هر هېواد ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون لاسليک، لکه څه ډول چې د مقابل لوري لپاره ژمني را ولاړوي، افغانستان هم اړ باسې ترڅو يو لړ شرايطو ته پاملرنه وکړي او د ورځپاڼې په خبره بايد چې افغان حکومت د دغو شرطونو د ترسره کولو لپاره لازمه ژمنه او تيارى ولري.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.