ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
22 May 2012 - 12:06
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
22 May 2012 - 12:06

کابل ښار (پژواک ٢ غبرګولى ٩١): نن بيا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د خپلو سرمقالو اساسي بحثونه د شيکاګو دوه ورځنۍ غونډې او د هغې لاس ته راوړنو ته ځانګړې کړي او هرې ورځپاڼې د دغه کنفرانس له لاس ته راوړنو خپل ليد لورى بيان کړى دى.

د خدمتګار ورځپاڼه د شيکاګو ناستې ته خوش بينانه نظر لري او په دې اند ده چې په دې غونډه كې د نړيوالو تازه ژمنو او د مرستو دوام به د يوه ښه راتلونكي لپاره د افغان ولس اراده بدله كړي.

د خدمتګار ورځپاڼې له انده د شيكاګو د دې غونډې اهميت په دې كې و، چې تر لسو كلونو وروسته لا هم افغانستان د نړۍ د امنيت په لومړيتوبونو كې دى او لكه څومره چې فكر كېده له افغانستان سره لا هم د ناټو او نړيوالې ټولنې لېوالتيا هومره كمه شوې نه ده.

 دغه ورځپاڼه په دې نظر هم ده چې د ناټو هېوادونو او نړيوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه او د مرستو دوام تاييد كړ، نو دا ځل به افغانان د ټاكنو صندقونو ته له نوې ارادې او پوره چمتووالي سره ورځي او دا ځل به چا ته اجازه نه وركوي چې دولت او حكومت يې ورته كمېسيونونه وټاكي، بلكې خپله به دغه كار ته مټې ونغاړي او خپل راتلونكى به په خپل لاس جوړ كړي.

د ويسا ورځپاڼه بيا د شيکاګو د غونډې پايلې په يوه محتاط نظر ګوري او د دې ناستې وروستۍ اعلاميې ته په کتو سره په دې نظر ده چې په دې اعلاميه کې د ګډونوالو هغه ژمنې يو ځل بيا تكرار شوې چې له افغانستان سره پخوا هم تكرار شوې وې.

دغه ورځپاڼه د شيکاګو په غونډه کې د ولسمشر کرزي دې خبرې ته، چې ويلي يې و نور موږ غواړو په افغانستان كې جګړه پاى ته ورسېږي او همدا راز د ولسمشر بارک اوباما دې خبرې ته چې ويلي يې و، د نړۍ د امن كېدو لپاره دې ته اړتيا ده چې په افغانستان كې امن راشي، ګوته نيسي او په دې نظر ده چې كه بارك اوباما په خپله دغې خبره كې صادق وي نو معنا يې دا ده چې په افغانستان كې نور بايد جګړې ختمې شي.

 د ويسا ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال هيله څرګندوي، چې د شيكاګو سرمشريزه او د هغې پرېكړې او ژمنې د افغان ولس لپاره د ورځپاڼې په خبره، د تزوير او چل د يوې نندارې پر ځاى د ستونزې د حل يوه تاريخي ناسته شي.

خو د سرنوشت ورځپاڼه د پورته دوو ورځپاڼو پر خلاف د ناټو سرمشرېزې په اړه ډېره خوشبينه نه ده او په دې اند ده چې ناټو د شيکاګو د کنفرانس په ترڅ کې يو ځل بيا په افغانستان کې پر جګړې ټينګار کړى دى.

سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده، چې ناټو او امريکايي چارواکي د افغان دولت له مخالفينو سره د خبرو په اړه هماغه شرطونه بيا بيا تکراروي چې د نه خبرو معنى لري او د ورځپاڼې په خبره امريکايي ولسمشر اوباما خو تر دې هم د افغانستان د جګړې د اوږدېدو په اړه روښانه خبرې کوي، چې وايي په افغانستان کې سختې ورځې په مخ کې دي.

سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده، چې د شيکاګو په کنفرانس کې د ناټو او امريکايي چارواکو څرګندونې او کړنې په افغانستان کې د جګړې د دوام پيغام ورکوي.

دا جګړه به له پخوانۍ جګړې بېله وي او د ورځپاڼې په خبره امريکا به دا ځل د دې پر ځاى چې خپله د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره جګړه وکړي، افغان امنيتي ځواکونه به د دې موخې لپاره وکاروي.

د محور او ماندګار دواړو ورځپاڼو د شيکاګو په کنفرانس کې د پاکستاني د ولسمشر آصف علي زرداري ګډون او د پاکستان ونډه څېړلې ده او دواړو ورځپاڼو د شيکاګو د کنفرانس په څنډه کې له زرداري سره د ولسمشر کرزى پر ليدنه کتنه ګوت نيونه کړې ده.

محور ورځپاڼه د شيکاګو په سرمشريزه کې د پاکستاني ولسمشر ګډون ته په اشارې سره په دې اند ده چې په ټوله کې د امريکا او ناټو د نورو هېوادونو چلن له پاکستاني ولسمشر سره سوړ و او په دې اړه د ناټو تړون له سرمنشي سره د زرداري د لېدو کتو د پروګرام لغوه کېدل او همدارنګه له نوموړي سره د لېدو کتو څخه د ولسمشر اوباما د انکار يادونه کوي.

محور ورځپاڼه د شيکاګو کنفرانس په څنډه کې د ولسمشر کرزي او د هغه د پاکستاني سيال لېدو کتو ته ګوت نيونه کوي او په دې نظر ده چې په داسې حال کې چې ټول نړيوال پر پاکستان فشار اچوي تر څو د افغانستان په چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي، په داسې حالت کې له زرداري سره د ولسمشر کرزي ليده کاته او په سوداګريزو مسايلو خبرې د ورځپاڼې په قول که سم کار هم وي په ناسم وخت کې ترسره کېږي.

 د ماندګار ورځپاڼه هم د ولسمشر کرزي او د هغه د پاکستاني سيال د لېدو کتو په اړه او همدارنګه د لوېديځ له خوا پر پاکستان له فشارونو سره د ولسمشر حامدکرزي له نه ملګرتيا څخه سر ټکوي او په دې اند ده چې ولسمشر کرزي په رڼو اوبو کې هم کب ښکار نه کړ.

 دغه ورځپاڼه همدارنګه ليکي چې له زرداري سره په لېدنه کې ولسمشر کرزي له هغه نه غوښتي ترڅو په خپله خاوره کې د ترهګرو له اډو سره مبارزه وکړي او دا د ورځپاڼې په خبره هغه غوښتنه ده چې د افغانستان او پاکستاني چارواکو په ليدنو کتنو کې پر يوې کليشې اوښتې ده او هر هغه هېواد چې په يوه ډول له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ښکېل دى، په يوه ډول يې له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي.

د افغانستان ورځپاڼه هم په خپله نننۍ سرمقاله کې د شيکاګو د غونډې په اړه ليکلي دي او د افغانستان لپاره د بن د لومړي کنفرانس او د شيکاګو کنفرانس ترمنځ د پرتلې په ترڅ کې په دې اند ده چې لکه څرنګه چې د بن د کنفرانس د پرېکړې له مخې يوولس کاله د عدالت، برابرۍ او ډيموکراسۍ پر لور وخوځېدو، لس کاله نور به هم په شيکاګو کې د ناټو سرمشرېزې د پرېکړو په شعاع کې د يوه ازاد، آباد او له فساد او تبعيض څخه پاک افغانستان د جوړولو لپاره هڅې کوو.

دغه ورځپاڼه په دې اند هم ده چې د دې غونډې څرګند او روښانه پيغام دا دى چې ناټو سازمان پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل ماموريت پاى ته ورسوي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ګڼو سياسي، امنيتي اواقتصادي ستونزو او سختيو په منځ کې يوازې پاتې شي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.