کابل (پژواک ٣ غبرګولى ٩١): په روان زېږديز کال کې به ٥٠٠ تنه د دولت په لګښت او ١٥٠٠ نور به د بېلابېلو هېوادونو د بورسونو له لارې د لوړو زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته واستول شي.
دغه څرګندونې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وياند محمدعظيم نوربخش د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
دى وايي، چې ١٥٠٠ تحصيلي بورسونه هندوستان، پاکستان، ترکيې، قزاقستان، روسيې، فرانسې او ٣٤ د نورو هېوادونو له خوا ژمنه شوې ده.
هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې ياد شوي دوه زره تنه به د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې وکړي.
په کابل کې د فرانسې سفارت په خبرپاڼه کې، چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، په روان زېږديز کال به د ماسټرۍ په برخه کې ٢٠ بورسونه او يو شمېر نور د دکتوار په برخه کې بورسونه له افغانستان سره مرسته کوي.
سرچينه ليکي، چې له ٢٠٠٠ کال راهيسې دغه هېواد له افغانستان سره د ١٥٠ بورسونو مرسته کړې ده.
نوربخش وايي، چې د فرانسې له يادو بورسونو څخه دوه يې د دوکتورا په برخه کې دي، له اتيا تنو سره د دغه هېواد د بورسونو لپاره د کسانو د ټاکنې په موخه خبرې روانې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر کال د دولت په لګښت ٣٣٠ تنه هندوستان او ترکيې ته او د بهرنيو هېوادونو د مرسته شوو بورسونو له لارې ١٣٧٠ تنه بېلابېلو هېوادونو ته د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره استول شوي دي.
دى وايي، په پام کې ده چې سږ کال د دولت په لګښت زده کوونکي د هندوستان او ترکيې تر څنګ يو شمېر نورو هېوادونو ته هم واستول شي او تر اوسه په دې اړه له ماليزيا او اندونيزيا سره خبرې شوې دي.
د افغانستان د لوړه زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مهال په ټوليز ډول لس زره افغان زده کوونکي په بېلابېلو برخو او هېوادونو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.
نوربخش وويل، چې په دې ډله کې يو شمېر يې په شخصي مالي لګښت هم تللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP