کلات (پژواک،٤غبرګولى ٩١): د زابل ولایت دکلات ښارد یوشمېر ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې که ښوونکيو ته د ځمکو نومرې ورنکړل شي، نو ښوونځي به وتړي.
دغه سلګونه ښوونکي او زده کوونکي ، چې نن د غبرګولي په ٤ مه د کلات ښار د شیخ متي لېسې د لوبو په میدان کې راغونډ شوي،ادعا کوله ، چې یو شمېر دولتي چارواکي د شخصي ګټو په خاطر د ځمکو د وېشلو مخه نیسي.
د نصیب الله په نوم یوتن ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې یو کال وړاندې د دوى لپاره د ښار ځمکه ځانګړې شوې وه او لس ورځې وړاندې يې په مشرانو جرګه کې د زابل د سناتور ډاکتر زلمي زابلي په هڅو وېشل پيل شوه.
خو هغه زیاته کړه ، چې د وېشلو له پيل سره سم ځینو دولتي چارواکو لاسوهنه وکړه او د نومرو د وېش مخه یې ونیوله .
ده په دې اړه د چا نوم وانخيسته او ويې ويل: ((که بېرته د ځمکو توزیع پيل نه شي ، موږ به له خپلو دندو استعفا وکړو او په احتجاجي توګه به ښوونځي هم وتړو. ))
په مشرانو جرګه کې د زابل سناتور او ددغې جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي د ښوونکو دغه ستونزه پر ځای وبلله او ويې ويل چې اجازه به ورنکړي ، چې د ښوونکو حقوق پایمال شي.
هغه زياته کړه:(( دولتي چارواکي او ځینې نور مخور کسان غواړي ، چې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې نومرې په خپله غصب کړي او ځکه یې د وېشلو پر وړاندې پلمې جوړوي.))
زابلي زیاته کړه، چې ښوونکي د ټولنې جوړونکي دي او باید چې تشویق شي، خو د زابل ولایتي اداره ددې پر ځاى ، چي دوى تشویق کړي ، خپل حقوق یې نه ورکوي.
خو د زابل دولتي چارواکي وايي ، چې د ښوونکو لپاره د ځمکو د نومرو پر وړاندې یې هېڅ ستونزه نه ده جوړه کړې.
د زابل والي محمد اشرف ناصري خبریالانو ته وویل ،چې د ښوونکو لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د خط کشۍ چارې پيل شوي، خو نور لومړني کارونه یې لا نه دي بشپړ شوي.
هغه زیاته کړه، دوى ددې غوښتونکي دي ، چې د ځمکو نومرې باید دولتي لایحو او طرزالعملونو سره سم ووېشل شي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ښوونکو په وارو وارو له چارواکيو غوښتنه کړې وه ، چې باید د کورونو لپاره ورته ځمکې ورکړي ،خو دا لومړی ځل دی، چې دوى په دې برخه کې د ښوونځیو د تړلو ګواښ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP