ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
26 May 2012 - 14:13
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
26 May 2012 - 14:13

 کابل ښار (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو دوو مهمو مسايلو ته پاملرنه کړې او کابل ته يې د فرانسې د نوي ولسمشر فرانسوا اولاند سفر او همدارنګه د روان زېږديز کال تر پايه له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو د ايستنې موضوع څېړلې او همدارنګه يو زيات شمېر نورو ورځپاڼو بيا هغو رپوټونو ته ګوت نيونه کړې،

چې وايي ايران د افغان پارلمان ځينو غړو ته پيسې ورکړې ترڅو په ملي شورا کې له امريکا سره د لاسليک شوي ستراتيژيک تړون د تصويب مخه ونيسي.

 

د هشت صبح ورځپاڼه د خپلې نن ورځې په سرمقاله کې کابل ته د فرانسوا اولاند سفر او د روان زېږديز کال تر پايه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه د هغه دريځ څېړي او په دې اند ده چې د فرانسوي ځواکونو هڅې د دې سبب شوې چې د کابل- جلال آباد لويه لار چې له سروبي ولسوالۍ او ماهيپر کوتل څخه تېرېږي، امنيت وي او د ورځپاڼې په خبره د کاپيسا ولايت او سروبي ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت کې د فرانسوي ځواکونو هڅې اغېزمنې وې.

دغه ورځپاڼه په دې اند ده چې د سروبي-کابل د لارې امنيت ساتل ډېر مهم دي؛ ځکه د دې ورځپاڼې په اند کېداى شي وسله وال طالبان او ګلبدين حکمتيار ته وفاداره ډلې او همدارنګه د هغوى سره تړلې نورې ډلې، هڅه وکړي ترڅو له کاپيسا او سروبي څخه د فرانسوي ځواکونو له وتلو ډېره استفاده وکړي.

د چراغ ورځپاڼه هم پر افغان جګړه، له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو په اړه د فرانسوا اولاند د پرېکړې اغېزې څېړي او په دې اند ده چې په لويديځو هېوادونو کې عامه ذهنيت ته په پاملرنې سره د فرانسې دغه اقدام کېداى شي د نورو اروپايي هېوادونو په تېره بيا ايټاليا او اسپانيا ته د بېلګې بڼه غوره کړي.

د چراغ ورځپاڼه وړاندې بيا په دې باور ده چې د فرانسې دغه اقدام نه يوازې په افغانستان کې د ناټو د ماشين ماته او نيمګړتيا په ډاګه کړه، بلکې کم ترکمه به د جګړې د ميدان اوسنۍ موازنه هم ګډوډه کړي او اوسنى کړکېچ به لا نور هم زيات کړي چې دا ټول د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان پر امنيت نېغ په نېغه اثر غورځوي.

 د ارادې ورځپاڼې هم همدا موضوع څېړلې او د فرانسوا اولاند، د عمل په ډګر کې ترسرليک لاندې،

په خپله نننۍ سرمقاله کې ليکي، چې فرانسوا اولاند، د روان زېږديز کال تر پايه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو په اړه جدي ښکاري.

 اراده ليکي، داسې ښکاري چې د فرانسې نوى ولسمشر کابل ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د سخت په شا تګ پړاو څېړي او په دې اند ده چې د کابل له شمال ختيځ کاپيسا ولايت څخه به د فرانسوي ځواکونو په شاتګ کولاى شي د ناټو ځواکونو، په خپله فرانسوي ځواکونو او افغان پوځ لپاره منفي اغېزې ولري.

 خو د ملي باور، سرنوشت، محور او خدمتګار څلور واړو ورځپاڼو بيا هغه راپورونه څېړي چې وايي ايران د افغان پارلمان ځينو وکيلانو ته پيسې وېشلې، تر څو په پارلمان کې د افغان-امريکا د ستراتيژيک سند د تصويب مخه ونيسي.

د ملي باور ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې ليکي، چې د دغه سند د لاسليک له ورځې را په دېخوا ايران هڅه کوي چې دغه تړون د افغانستان د خلکو په ذهنونو کې د افغانانو د ملي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف ورښکاره کړي.

د ملي باور ورځپاڼه هغو راپورونو ته په پاملرنې سره، چې ګواکې د ولسي جرګې يو شمېر غړو له ايران څخه پيسې اخيستې او د ولسي جرګې له خوا د دې خبر رد ته پاملرنه کړې او په دې نظر ده چې د ايران د مداخلاتو دوام به بالاخره زموږ خلک پر خپلو مشرانو او استازو بې باوره کړي.

د سرنوشت ورځپاڼه هم له امريکا سره له لاسليک شوي ستراتيژيک تړون سره د ايران او پاکستان مخالفت مني او ليکي چې په دې هڅو دوى له خپلو پخوانيو همکارانو او د پيسو پر مټ له خپلو نوو همکارانو څخه په دې برخه کې کار اخلي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره لاس او پښې وهي، خو د دې ترڅنګ ورځپاڼه دا نظر هم لري چې د ايران او پاکستان هڅې زياتې دي، خو دا هڅې په هغه حد کې هم نه دي چې يو شمېر رسنۍ يې تبليغوي.

سرنوشت ورځپاڼه ليکي، څومره چې ايران او پاکستان د ستراتيژيکې هوکړې د مخنيوي لپاره هڅې کوي، په همدې کچه امريکا هم په خپله ګټه د عامه ذهنيت د را څرخولو هڅې کوي او د ورځپاڼې په خبره په دې لار کې امريکا هم د ايران په شان له خپلو هغو رسنيو کار اخلي چې د دوى له خوا تمويليږي.

د محور ورځپاڼه هم همدې موضوع ته اشاره کوي او ليکي، چې د ايران حکومت بالاخره وتوانېد چې د افغانستان په اړه خپله هغه پاليسي پټه کړي چې د ورځپاڼې په خبره، د کرکې او په هره بيه د خپل غرض ترلاسه کولو پر اساس، ولاړه ده.

محور ورځپاڼه په دې اند ده چې بايد افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد د نړيوالو مروجه قوانينو او اصولو له مخې په افغانستان کې له داسې بې شرمانه لاسوهنو څخه د ايراني واکمنو د مخنيوي لپاره ګډ او رغنده اقدامات وکړي.

 او په پاى کې هم د خدمتګار ورځپاڼه د ورته موضوع د څېړلو په ترڅ کې په دې اند ده چې د افغانستان په ملي مسايلو کې د ايران مداخله خپل نهايي حد ته رسېدلې او په کار ده چې افغان حکومت يې پر وړاندې جدي دريځ غوره کړي.
د خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده چې په ظاهره خو د ايران وېره په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د اوږدمهال شتون دی، چې په دغه سند کې يې هېڅ ذکر نشته؛ نو ځکه د ورځپاڼې په خبره له دې نه ښکاري چې د ايران اندېښنه بې ځايه ده او اصلي وېره يې دا ده چې د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتېژيک تړون په دغه هېواد کې د ثبات او پرمختګ لپاره لار پرانيزي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.