ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل چاپ دنن ورځې ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل چاپ دنن ورځې ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
28 May 2012 - 13:21
د کابل چاپ دنن ورځې ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
28 May 2012 - 13:21

کابل  ښار (پژواک ٨ غبرګولى،٩١):    په ولسي جرګه کې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون تر لاسليک وروسته د ناټو  د بمبار له امله د ملکي وګړيو وژل کېدل، په  پاکستان کې د  افغان مهاجرينو ستونزې او د نيمروز ولايت په پوله د ايراني پوځيانو مخکې راتلل،د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غټ سرټکي  دي.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې  د ولسي جرګې له لوري د ستراتيژيک تړون تصويب او تر هغې وروسته د بهرنيو ځواکونو له خوا دشپې عملياتو ته کتنه کوي او په دې اند ده، چې پرون او وړمه شپه د وردګو په سيدآباد او د پكتيا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ كې عملاَ د دغه ستراتيژيك سند هغه ماده تر پښو لاندې شوه ، چې د شپې عمليات به بهرني ځواكونه، نه كوي او بې ګناه خلك به نه وژني.

د ويسا ورځپاڼه په دې اند ده ،چې كه دغه حالت دوام كوي ، ولس به يې پر وړاندې خامخا غبرګون ښيي او د ورځپاڼې په خبره  دا د يوې بلې بدنامې استخباراتي جګړې د دوام ښه زمينه كيداى شي.

دغه ورځپاڼه همدار نګه ليکي ،چې له امريكا سره د ستراتيژيك تړون ګټه بايد عام ولس احساس كړي، او د ورځپاڼې په خبره ، كه دا د افغانستان د ولس لپاره وي ،نو بايد دغه ولس په خپل ژوند كې خامخا ارامي، سكون او سوكالي احساس كړي.

همدارنګه سرنوشت ورځپاڼه  په پکتيا ولايت کې د ناټو ځواکونو په بمبار کې د ملکي وګړيو وژل کېدو ته ګوته نيسي او هغه په ولسي جرګه کې دستراتيژيک تړون تر تصويب وروسته ، امريکايي وحشت نوموي او ليکي ، چې د ولسي جرګې له لوري د تړون له تصويب يوه ورځ وروسته  بهرنيو ځواکونو په پکتيا ولايت کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د يوې کورنۍ اته غړي و وژل شول.

 سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده، چې  که ستراتيژيکه ملګرتيا همداسې وي، چې افغان ملکي وګړي د امريکايي ځواکونو د بمباريو قرباني شي؛ نو بيا ستراتيژيک سند لاسليکولو ته څه اړتيا وه، دا کار خو امريکايي ځواکونو مخکې له سند څخه هم کاوه او وروسته يې هم کوي.

 سرنوشت ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده ،چې  امريکا په يوه تړون هم پوره عمل نه دى کړى؛ نو د دې سند پر موادو هم بايد د عمل تمه ترې و نه شي او له مشرانو جرګې  غواړي ، چې له امريکا سره د اوږدمهاله اړيکو د سند په اړه پوره غور وکړي، که د بهرنيو ځواکونو له لوري ملکي وژنې په همدې ډول دوام ومومي او امريکا بيا هم د سند له موادو سرغړونه کوي؛ نو بايد دا سند د مشرانو جرګې له لوري رد شي.

  دمحور ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او پکتيا ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو د ملکي مرګ ژوبلې د يادونې په ترڅ کې په دې اند ده ، چې  يوځل بيا داسې پېښه تکرار شوه ، چې په هېواد کې دسولې اوثبات هدف ته رسېدل به لږ نورهم ستونزمن کړي.

 دغه ورځپاڼه ددې ډول پېښو پرله پسې تکرارېدو او د ملکي تلفاتو په اړه د ناټو ځواکونو او دسيمې د خلکو د خبرو تر منځ  تضاد ته پاملرنه کوي اوپه دې  اند ده ،چې دا ډول عمليات  يونا څاپه نه ترسره کېږي،بلکې د کره استخباراتي راپورونو له ترلاسه کولو وروسته  پلان کېږي اوبياپلي کېږي، خو د ورځپاڼې په خبره ، پر دې سربېره په وار وار په دې ډول عملياتوکې د ملکي خلکو وژل کېدل، جوتوي ، چې په يوه نه په يوه ځاى کې تېروتنه او نيمګړتيا شته .

 د ملي باور ورځپاڼه هم  پر همدې موضوع بحث کوي او په پکتيا کې د بهرنيو ځواکونو له خوا دملکي وګړيو د وژل کېدو په تړاو په دې اند ده، چې ايتلافي ځواکونو په افغانستان کې دخپل ماموريت تګلاره  هېره کړې ده.

 دغه ورځپاڼه ليکي، چې  په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه نږدې  يوولس کاله وړاندې په دې موخه افغانستان ته راغلي وو، ترڅو له ترهګرۍ سره جګړه پرمخ بوځي، خو پدغه تېره موده کې  هره ورځ د افغان ملکي وګړيو د وژنې خبرونه خپرېږي.

 د هېواد دولتي ورځپاڼه هم  د پکتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ  دملکي وګړيو وژل کېدل څېړلي، چې د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې وژل شوي دي.

 د هېواد ورځپاڼه د ملکي وګړيو  مرګ ژوبله د کابل او واشنګټن تر منځ د  اړيکو دخرابېدو ستر لامل بولي او په دې اند ده، چې همدا دملکي وګړيو تلفات دي، چې د ستراتيژيک تړون  لاسليک يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړى و.

 د ماندګار او چراغ  دواړو ورځپاڼو بيا نن خپلې سرمقالې په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرو ستونزو او  همدارنګه دپاکستان دې پرېکړې ته ځانګړې کړې ،چې هغه افغان کډوال ،چې قانوني اسناد

 نلري له دې ملک څخه وباسي.

 ماندګار ورځپاڼه ليکي ، چې  پاکستان غواړي هغه افغان کډوال له دې هېواد څخه وباسي، چې بشپړ قانوني اسناد له ځان سره نلري ، پداسې حال کې، چې د ورځپاڼې په خبره  ، په هېواد کې دکډوالو د بېرته راستنېدو وزارت او حتا په پاکستان کې افغان سفارت ، د پاکستان له دې پرېکړې بې خبره دي.

د ماندګار ورځپاڼه د پاکستان دحکومت ددې پرېکړې لاملونه څېړي او په دې باور ده ، چې  په  هر نوم اوعنوان چې وي، د افغان کډوالو  د وېستلو موخه له سياست څخه  د وسيلې په توګه او په غير اخلاقي بڼه  د پاکستاني چارواکوله استفادې پرته بل څه نه دي  او د ورځپاڼې په خبره ، پاکستان پوهېږي چې د مهاجرينو موضوع د افغان حکومت دخوږ ګوتې حيثيت لري  او له همدې امله هڅه کوي ، چې له دې ټکي څخه د خپل سياست په موخه، ګټه واخلي.

د چراغ ورځپاڼه هم د ورته موضوع په څېړلو سره  له پاکستان څخه د ځينو افغان کډوالو وېستلو ته اشاره لري او د ماندګار ور ځپاڼې په څېر دا ورځپاڼه هم  په دې نظر ده ، چې  د پاکستان  حکومت،  په سياسي اواقتصادي چنو وهلو کې  او  له نړيوالې ټولنې څخه د لازياتې ګټې اخيستنې په لار کې  دخپل زړه مراد ته  نه دى رسېدلى اوهمدارنګه د ستراتيژيک تړون  په اړه د غبرګون لپاره يې پر افغانستان اونړيوالې ټولنې د فشار بله بهانه نه ده ترلاسه کړې، نو د ورځپاڼې په خبره يې پر مظلومو افغان کډوالو دظلم اوستم لړۍ پيل کړه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.