چاريکار (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): په پروان ولايت کې د دنيا د سيمه ييزې راډيو پر ودانۍ د لاسي بم بريد وشو، چې له امله يې يو ساتونکى ټپي شو.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمداکرم بېګزاد نن (د غبرګولي ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره نيمه شپه د دغه ولايت په مرکز چاريکار ښار کې رامنځته شوه.
سرچينې په ډاګه کړه، چې په دې پېښه کې د دنيا راډيو يو ساتونکى ټپي شوى او راډيو ته يې يو څه زيان هم اړولى دى.
هغه وويل، چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د دنيا راډيو سرپرست محمدشفيع مشفق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لاسي بم د ودانۍ له دېواله بهر ور غورځول شوى او د راډيو د خبر د مديريت خونه يې به نښه کړې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د راډيو وسايلو ته نږدې ١٠٠ زره افغانۍ زيان اوښتى او د خبر د مديريت خونه هم يو څه زيانمنه شوې ده.
مشفق وويل، چې دوى له کومې ډلې يا چا سره دښمني نه لري، خو کېداى شي دغه کار د داسې کسانو له خوا ترسره شوى وي، چې د راډيو خپرونو د هغوى ګټې له خطر سره مخ کړې وي.
سرچينې په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.
د يادونې ده، چې دنيا راډيو د پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو لپاره ٢٤ساعته خپرونې لري.