ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
29 May 2012 - 11:55
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
29 May 2012 - 11:55

کابل ښار (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د کابل چاپ ورځپاڼو نن بېلابېل موضوعات څېړلي، چې غټ سرټکي يې د امريکا د واکمن ګوند او مخالفت ګوند تر منځ له افغانستان څخه د سرتېرو د ايستلو په اړه د نظر اختلاف، په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې او د رسنيو د نوي قانون په مسوده کې نيمګړتياوې يې مهم بحثونه دي.

د سرنوشت ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو د مهالوېش په اړه د امريکايي سياستوالو د نظر اختلاف څېړلى او په دې اند ده چې د دښمنانو د پياوړتيا له وېرې امريکا په دوه لارۍ ولاړه  ده.

دغه ورځپاڼه وړاندې بيا له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو له ايستلو سره د امريکايي سياستوالو موافق او مخالف نظرونه دواړه څېړي او په دې اند ده چې دغه دواړه نظريې د پلې کېدو وړ نه دي او ليکي چې نه اوس امريکايان په ښه لاره روان دي او نه هم دا د حل لاره ده، چې امريکايي ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

سرنوشت ورځپاڼه د پخوا په څېر يو ځل بيا پر دغه دريځ ټينګار کوي چې د افغان ستونزې يوازېنى حل خبرې اترې دي او د امريکا د مخالف ګوند د سناتور جان مکين دغه نظريه هم په کلکه ردوي چې جګړه بايد سوله راولي؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره سوله د جګړې له لارې ناشونې ده.

د ماندګار ورځپاڼه هم په خپله نننۍ سرمقاله کې له طالبانو سره په جګړه کې د امريکا پر سوء تفاهم خبرې کوي او په دې اند ده چې د افغان جګړې په اړه د امريکايي سياستوالو په ليد لورو کې تفاوت، د دې خبرې ښکارندويي کوي چې دا ليد لوري په دې معنا دي چې حتى امريکايي چارواکي هم نه پوهېږي چې تر ٢٠١٤ وروسته به په افغانستان کې څه پېښېږي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه په افغانستان کې د يوه منسجم سياسي نظام او مديريت له نه شتون څخه هم سر ټکوي چې د ورځپاڼې په خبره نه شي کېداى د هغې په ټولو سياستونو په سمه توګه پوه شو او د ورځپاڼې په خبره په هغه دولت کې چې ښاغلى کرزى يې د مشرتابه دعوه لري، کېداى شي د بېلابېلو ډلو او فکرونو له استازو سره مخ شو.

 ماندګار همدارنګه د افغانستان په اړه د امريکايي سياسيونو دوه ګوني توب هم د افغان دولت په

 منځ کې په حاکمې فضا پورې تړي او په دې اند ده چې بايد په ډېر جديت سره د ناټو سرتېرو تر وتلو وروسته افغانستان ته پاملرنه وکړو.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې څو ترخو واقعيتونو ته يوه اشاره لري او په دې اند ده چې زموږ د هېواد ځينې ستونزې ښايي ميډيا هم يو څه زياتې پړسولې وي، خو ځينې بيا داسې هم دي چې په خپله کچه په رسنيو کې نه دي مطرح شوې.

ويسا ورځپاڼه په دې اړه دوو ځانګړو موضوعاتو ته اشاره کوي چې يو يې د سيمه ييزو پوليسو په نوم تشکيلات او د هغې ستونزې دي، چې د ورځپاڼې په خبره تر اوسه يې څو ځلې د جناياتو خبرونه خپاره شول خو تر اوسه پورې په دې اړه لازمه پاملرنه ونه شوه.

دغه ورځپاڼه همدارنګه د هېواد د هوايې ځواک د نيمګړتيا هغه راپور ته هم پاملرنه کوي چې دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت په شورا کې پرې بحث وشو او په دې اند ده چې بايد دا ستونزه تر دې ډېره وړاندې، په صراحت د چارواکو له خوا مطرح کړاى شوې واى.

د خدمتګار ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د کورنيو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ رياست د مرستيال نيول کېدل څېړلي او په دې اند ده چې د چارواكو د حاكمانه چلند او خپلمنځي اختلافونو له كبله ورځ تر بلې دولت له ستونزو سره مخ كېږي.

د خدمتګار ورځپاڼه وړاندې بيا دې ته ورته څو نورو پېښو ته هم اشاره لري چې خلک په فساد د تورنو چارواکو د لرې کېدو غوښتنه کړې او ليکي چې په ټوله كې دا مسايل حكومت د چارواكو په سر د خلكو له فشار سره مخ كوي او د ورځپاڼې په خبره كېداى شي دغه لړۍ نوره هم پراخه او جدي شي او دا په حقيقت كې هغه بيه ده چې دولت يې زورمندانو او جنايتكارانو ته د باج وركولو له كبله وركوي.

د خدمتګار ورځپاڼه حکومت ته سپارښتنه کوي ترڅو د دې لپاره چې په هېواد كې د سياسي مشتركينو ترمنځ نزاكت په خپل ځاى پاتې او په دې اړه د ولس غوښتنو ته هم غوږ ونيول شي، بايد سياسي مشرتابه په دې اړه يوې نوې پرېكړې ته ورسېږي.

د محور ورځپانه هم ورته موضوع څېړي او د پاسپورټ رياست د نيول کېدو موضوع د څېړلو ترڅنګ، په دې اند ده چې د ولس او حکومت ترمنځ د واټن رامنځ ته کېدو يو لوى سبب په حکومتي ادارو کې د نا اهله او په جرمونو کې د ککړو کسانو ګومارل دي.

محور ورځپاڼه ليکي چې کله د بوږنونکو جرمونو په تورد لوړ پوړو حکومتي چارواکو د نيول کېدو خبرونه اورېدل کېږي، نو په طبيعي ډول يې په نورو حکومتي ادارو کې هم د دا ډول کسانو د شتون په اړه اندېښنې را پورته کېږي.

د هشت صبح ورځپاڼه بيا نن د رسنيو لپاره د اطلاعاتو او کولتور وزارت له اړخه د نشراتي تګلارې ټاکل کېدل غندي او په دې اند ده چې په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د شمېر او کيفيت له پلوه د رسنيو زياتوالى، د يوې مهمې لاس ته راوړنې په توګه شمېرل کېږي، خو د ورځپاڼې په خبره په دې موده کې کم تر کمه څلور ځله د رسنيو قانون بدلون موندلى، چې د نوي قانون مسوده تر پخوا زياتې او د پام او اندېښنې وړ نيمګړتياوې لري.

دغه ورځپاڼه همدارنګه د اطلاعاتو او کولتور وزارت له اړخه رسنيو ته د يوې تګلارې ټاکل هم غندي او په دې اند ده چې هره رسنۍ د ځانګړې تګلارې او پاليسۍ درلودونکې وي او د ورځپاڼې په خبره که چېرې داسې وي چې ټولو رسنيو ته پاليسي يا تګلاره په ارګ يا د اطلاعاتو او کولتور په وزارت کې جوړه شي، نو بيا به د دولتي او نا دولتي رسنيو ترمنځ توپير پاتې نه شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.